ټرمپ وایی پاکستان د هغوی د فشار له کبله حافظ سعید ونیوه

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یو ټویټ کې ویلی دی چې د لسو کلونو د پلټنې نه وروسته پاکستان د ممبۍ د برید ترتیبونکی نیولی دی.

ولسمشر ټرمپ په یو ټویټ کې لیکلی دی چې د تیرو دوو کلونو د فشار په نتیجه کې په پاکستان کې د ممبۍ د بریدونو مسول نیول شویدی.

ولسمشر ټرمپ ولیکل:

Donald J. Trump

@realDonaldTrump

After a ten year search, the so-called “mastermind” of the Mumbai Terror attacks has been arrested in Pakistan. Great pressure has been exerted over the last two years to find him!

“د لسو کلونو د پلټنو نه وروسته، د ممبۍ د بریدونو ترتیبونکی په پاکستان کې نیول شویدی. په تیرو دوو کلونو کې د هغه د موندنې لپاره ډیر لوی فشار اچول شوی و.”

پداسې حال کې چې ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټ کې لیکلی چې “د لسو کلونو د پلټنې وروسته د ممبۍ د بریدونو ترتیبکونکی نیول شویدی” خو په اصل کې حافظ سعید دغه ټوله موده په پاکستان کې ازاد گرځیده.

د ولسمشر په ټویټ کې دغه ټکې په ټویټر ځینو خبریالانو او د سیاسی چارو کارپوهانو هم په گوته کړ او هغه ته یې ځوابونه ورکړل.

د هند یو خبریال مانک گپتا ولسمشر ټرمپ ته ولیکل چې حافظ سعید ازاد گرځیده او د موندلو ضرورت یې نه و.

265 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:د معارف د اصلاح او پیاوړتیا لپاره دهېڅ مرستندویه ادارې بې پروايي راته دمنلو وړ نه ده

دغه څرګندوني کندهاروالي حیات الله حیات د شنبې په ورځ ولایت مقام کي د ودان ...