هلمندوالی: په یوه اونۍ عملیاتوکی ۳۷ وسله وال طالبان وژل سوی دی

د هلمند والی وایی: امنیتی ځواکونو دا عملیات د هلمند په کجکې ، ګرشک او ګرمسیر ولسوالیو کی ترسره کړی دی.

دا پداسی حال کی ده ، چی پر مارجې ولسوالۍ هم د تازه تصفیوی عملیاتو د پیل خبر ورکړل سو.

دغه عملیات چی د هلمند پر یو شمېر سیمو کجکی ګرشک او ګرمسیر ولسوالیو ترسره سوی دی ، د اوه دیش تنه وسله والو مخالفینو د وژنی خبر ورکړل سوی دی.

د هلمند والی تورنجنرال محمد یاسین خان د رسنیز کنفرانس پر مهال وویل : د وسله والو مخالفینو دا کسان چی لوړپوړی قوماندانان یی هم پکی شامل دی د هوایی او مځکنیو عملیاتو پر مهال وژل سوی دی او د هغوی ماینونه وسلې او مهمات هم ویجاړ سوی دی.

ده وویل : په دې ترڅ کی د نشه یی توکو مرکزونه ، د وسله والو طالبانو مهم سنګرونه او د هغوی د چاودیدونکو توکو کار ځآیونه هم له منځه وړل سوی دی.

هغه دغه راز وویل : د مارجې پر ولسوالۍ هم تصفیوی عملیات پیل سوی دی ، چی تراوسه امنیتی ځواکونو پنځه کلیومتره سیمه تصفیه کړې ده.

دی وایی : دغه عملیات سیمه کی د هوایی چورلکو په ملاتړ پر مخ روان دی.

والی وایی : دا پر مارجې د عملیاتو د لړیو لومړی پلان دی ، او په او دوام به یی نور عملیات هم پر دې ولسوالۍ ترسره سی.

د هلمند والی وویل : په دې عملیاتو کی د ملکی خلکو خوندیتوب لومړیتوب لری ، او او ټولو ځواکونو ته په جدیت سپارښتنه سوې ، چی د ملکی وګړو خوندیتوب ته بشپړه پاملرنه وکړی.

مارجه ولسوالی د هلمند لښکرګا ښار جنوب لویدیز ته پرته ولسوالی ده ، چی له کلونو کلونو راهیسی ډیری برخی د مخالفینو تر ولکی لاندی دی.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

120 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:د معارف د اصلاح او پیاوړتیا لپاره دهېڅ مرستندویه ادارې بې پروايي راته دمنلو وړ نه ده

دغه څرګندوني کندهاروالي حیات الله حیات د شنبې په ورځ ولایت مقام کي د ودان ...