د بشری حقونو کمېسیون رئیس او ٨ کمېشنران بدل سول

د افغانستان جمهوری ریاست د بشری حقونو خپلواک کمېسیون د رئیس او ٨ کمېشنرانو د بدلون خبر ورکړ.

ویل شوی چې د دغه کمېسیون د پخوانۍ رئیسې سیما سمر پر ځاى مېرمن شهرزاد اکبر ټاکل شوې ده.

په نویو کمېشنرانو کې:

  • اسد الله یوسفی.
  • بنفشه یعقوبی.
  • محمد ایوب یوسفزى.
  • سید احسان خلیق.
  • شبنم صالحی.
  • شکرالله مشکور.
  • محمد نعیم نظری.
  • او راضیه صیاد شامل دی.

یوې نوې کمېشنرې شبنم صالحیوویل، دوى به هڅه وکړی ځینې نیمګړتیاوې لېرې کړی: “موږ په‌دې باور یو چې دا نوی کمېشنران به وکړاى شی، له پخوانیو کمېشنرانو پاتې اهدافو ته دوام ورکړی او له هغې هاخوا په ځینو نورو برخو کې چې نیمګړتیاوې شته، هغوى ته توجه وکړی.”

جمهوری ریاست د بشری حقونو په خپلواک کمېسیون کې د وروستیو بدلونونو د اصلی علت په اړه څه نه دی ویلی.

144 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:د معارف د اصلاح او پیاوړتیا لپاره دهېڅ مرستندویه ادارې بې پروايي راته دمنلو وړ نه ده

دغه څرګندوني کندهاروالي حیات الله حیات د شنبې په ورځ ولایت مقام کي د ودان ...