دکندهار امنیه قوماندان: تېره اوونۍ کی ۱۰۶ وسله وال وژل سوی دی

یوه اوونۍ وړاندی وسله والو طالبانو د کندهار پرمعروف ولسوالۍ حمله وکړه، خو اوس یې امنیتی چارواکی په ځوابی عملیاتو کی وسله والو ته د درنو تلفاتو د اوښتو خبره کوی.

د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان وایی، پر معروف ولسوالۍ د وسله والو له حملې وروسته ایساف ځواکونو پر وسله والو ۱۷ هوایی حملې کړی.

دده په وینا، چی د هوایی بریدونو ترڅنګ د افغان ځواکونو هوایی عملیات هم سوی، چی پر مهال یې ۱۰۶ وسله وال وژلی او ګڼ نور یې ټپیان کړی.

تادین خان وایی، چی پاته وسله وال د ډیورنډ کرښی ها غاړی چمن، عبدالله خان، سورخاب، کچلاغ، ګلستان، پښین او ځنګل ته له ویری د وژل سویو وسله والو سره تللی.

د یوه بل خبر له مخی تېره ورځ مازیګر د کندهار – روزګان پر لویه لار د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند په چنار سیمه کی د پولیسو او وسله والو ترمنځ جګړه سوې او پرمهال یې شپاړلس وسله وال وژلی.
د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان وایی، دا وسله وال هغه مهال ووژل سول، چی د پولیسو پر اکمالاتی کاروان یې برید وکړ.

دکندهار امنیه قومندان وایی، وسلوال به پرېنږدی، چی خپل شوم اهداف ترلاسه کړی.

180 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:د معارف د اصلاح او پیاوړتیا لپاره دهېڅ مرستندویه ادارې بې پروايي راته دمنلو وړ نه ده

دغه څرګندوني کندهاروالي حیات الله حیات د شنبې په ورځ ولایت مقام کي د ودان ...