دخبریالانو په وړاندی دګواښونوپه کچه کی پنځوس سلنه کمښت راغلی دی

دخبریالانودخوندیتوب کمېټه وایی، دروان زیږدیزکال په لومړیو شپږو میاشتو کی دسویلی حوزې په کچه دخبریالانو په وړاندی دستونزو او ګواښونو درې قضیې ثبت سوی، په داسی حال کی چی تیر کال همدغو میاشتو کی دغه شمیر شپږ ؤ.

کندهارکی دخبریالانو دخوندیتوب کمیټې مشر احمد لودین دیوې خبری ناستی پرمهال د وسلوالو طالبانو او نامعلومو اشخاصو ګواښونه او ددولت نه همکاری درسنیو او په خاص ډول دخبریالانو په وړاندی لوی ننګونی یادی کړې.

هغه وویل، که څه هم دتیر زیږدیز کال دلومړیو شپږو میاشتو په نسبت اوسنیو شپږو میاشتو کی دټول هیواد په کچه پنځوس سلنه کمښت راغلی او دخبریالانو ژوند ښه سوی دی، خو لاهم ځینی خنډونه سته، چی دبیان دازادۍ په وړاندی ستونزی ایجاد او درسنیو فعالیت پیکه کړی.

لودین زیاته کړل، چی تیرو شپږو میاشتو کی دټول هیواد په کچه ۴۵ او دسویلی حوزې په کچه درې مورده  ثبت سوی، چی دتیر په پرتله پنځوس سلنه کمښت ښیی.

کندهارکی دمحلی راډیو ګانو ځینو مسئولینو هم ددولت او وسله والو طالبانو وغوښتل، ترڅو دسولی پروسه کی دبیان آزادۍ ته ژمن او په دې برخه کی راغلی لاسته راوړنی خوندی کړی .

دیادونی وړده، چی دغه خبری ناسته کی دخبریالانو دخوندیتوب کمیټې ددولت څخه دهغو قضیو دڅیړنو او نتایجو دروښانه کولو غوښتنه وکړل، چی تردې وړاندی درسنیو او خبریالانو په وړاندی پېښی سوی او نا حله پاته دی .

خبریال: نثاراحمد احمدی

105 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:د معارف د اصلاح او پیاوړتیا لپاره دهېڅ مرستندویه ادارې بې پروايي راته دمنلو وړ نه ده

دغه څرګندوني کندهاروالي حیات الله حیات د شنبې په ورځ ولایت مقام کي د ودان ...