د کندهار – روزګان سړک دجوړونی چاری چټکی کیږی

دغه څرګندونی دترانسپورټ وزارت دتفتیش دعمومی رئیس په مشرۍ راغلی پلاوی دکندهار والی حیات الله حیات سره په لیدنه کی وکړې.

کندهار والی دیاد اقدام ستاینه وکړه او وویل ولایتی اداره په تمامه معنی په دغه برخه کی همکاره ده څو په چټکۍ سره دکندهار _ روزګان سړک دجوړنی چاری پرمخ ولاړی سی.

کندهار والی حیات الله حیات دخپل کار په دفترکی دترانسپورټ وزارت څخه دراغلی پلاوی چی مشری یې ددغه وزارت دتفتیش عمومی رئیس سید علی اکبر هاشمی کول، پرداسی مهال ولیدل، چی دکندهار ولایت دترانسپورټ او دسړکونو ساتنی او مراقبت ریاست رئیسانو هم ګډون درلود.

دترانسپورت وزارت دتفتیش عمومی رئیس سید علی اکبر هاشمی کندهار والی حیات الله حیات ته دخپل سفر په اړه معلومات ورکړه، او وویل په دې موخه یې کندهار ولایت ته سفر کړی، چی دکندهار _ روزګان ترمنځ دغزیدلی سړک چی ډېر وخت یی دجوړونی چاری دخنډ او ځنډ سره مخ دی کارونه یې برسی کړی او دبیاځلی لپاره یې دجوړونی چاری پیل کړی.

دترانسپورټ وزارت څخه راغلی پلاوی په دغه برخه کی د یو شمیر ستونزو یادونه هم وکړه او دحل په برخه کی یې دکندهار والی څخه دمرستی اوهمکاریو غوښتنه وکړه.

کندهار والی حیات الله حیات راغلی پلاوی ته دښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل، ولایتی اداره دکندهار _روزګان سړک دجوړونی په برخه کی ډېره جدی ده، څو یاد سړک جوړ او دمسافرو پر مخ یې برانیزی.

په وینا یې عام اوسیدونکی تربل هروخت اوس مهال دیادی لاری دخراب والی له امله دیو عالم ستونزو سره مخ دی.

کندهار والی وویل، امنتی ارګانونه هم په دغه برخه کی په تمامه معنی همکاره دی، څو دسړکونو د ساتنی او مراقبت ریاست کاری ټیم او وسایطو دخوندنیتوب لپاره امنیت ونسی څو دوی په ډاډه زړه دیاد سړک دجوړونی چاری ترسره کړی.

دمجلس په ورستیو کی ټینګار وسو چی هرڅه ژر باید ددغه سړک دجوړولو چاری چټکی سی څو پر دغه لاره تلونکی مسافر او موټرچلونکی دمشکلاتو څخه وژغورل سی.

خبریال: سید ستارمهتابی

150 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:د معارف د اصلاح او پیاوړتیا لپاره دهېڅ مرستندویه ادارې بې پروايي راته دمنلو وړ نه ده

دغه څرګندوني کندهاروالي حیات الله حیات د شنبې په ورځ ولایت مقام کي د ودان ...