دکندهاروالی په مشرۍ جوړه سوې امنیتی ناسته کی د ولسوالیوپر امنیت او دحجاجوپرانتقال خبری وسوې

د چهارشنبې په ورځ د امنیتی مجلس اوونیزه غونډه، چی د کندهاروالی حیات الله حیات په مشرۍ جوړه سوې وه، پکښی د کورنیو چارو وزارت پیژندوال تورنجنرال نعمت الله حیدری، امنیه قومندان تورنجنرال تادین خان، د ملی امنیت رئیس او د افغان هوایی او ځمکنی ځواکونو سره د قاطع ملاتړ ماموریت خارجی مشاورینو ګډون کړی وو.

د امنیتی مجلس په جوړه سوې غونډه کی د ښار او ولسوالیو په سطحه د امنیتی تهدیداتو د مخنیوی او ترسره سوو اجراتو په اړه نظامی مسولینو خپل معلومات شریک کړل او همدارنګه یې په بیلابیلو ولسوالیو کی د هوایی او مځکنیو عملیاتو پر مهال وسلوالو ته د اوښتو تلفاتو راپور هم وړاندی کړ.

کندهار والی حیات الله حیات وویل، د امنیتی ځواکونو د ښې همږغۍ په نتیجه کی وسلوالو طالبانو ته تلفات اوښتی او دوی هڅه کوی د سړک غاړی ماینونو په واسطه تهدیدات ډیر کړی، خو په دغه ماینونو کی ډیری تلفات ملکی کسانو ته اوړی، چی د دوشنبې ورځی د خاکریز پیښه یې یو بیلګه ده.

کندهار والی د امنیتی تهدیدونو د مخنیوی په موخه د موثره پلانونو د تطبیق خبره وکړه او بیلګه یې په شاولیکوټ کی ترسره سوی عملیات یاد کړه، چی په نتیجه کی د وسلوالو طالبانو یو مهم قومندان بلال او د هغه ۲۷ ملګری ووژل سول.

په غونډه کی مکې معظمی ته د حجاجو د انتقال موضوع هم یاده سوه او پر مهال یې تصمیم ونیول سو، چی په هوایی ډګر کی به د حجاجو د انتقال پر وخت بیلابیلی اسانتیاوی موجودی وی.

خبریال: رحیم الله رحیمی

273 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:د معارف د اصلاح او پیاوړتیا لپاره دهېڅ مرستندویه ادارې بې پروايي راته دمنلو وړ نه ده

دغه څرګندوني کندهاروالي حیات الله حیات د شنبې په ورځ ولایت مقام کي د ودان ...