ایران: که واشنګټن اقتصادی بندیزونه ختم کړی خبرو ته ورسره چمتو یو

د ایران ولسمشر حسن روحانی وایی، که واشنګټن پر دوی اقتصادی بندیزونه ختم کړی، ایران چمتو دی د امریکا له متحدو ایالاتونو سره مذاکره وکړی.

په همدې حال کې اروپایی رهبرانو د تهران او واشنګټن ترمنځ د روان کړکېچ د ختمولو لپاره د نویو خبرو غوښتنه وکړه.

حسن روحانی پرون یکشنبه په خپل رسمی وېب‌سایټ کې ویلی: تهران تیار دى د ټرمپ له ادارې سره خبرې وکړی، خو که دى خپل بندیزونه او بدمعاشی بنده کړی.

د امریکا متحد ایالاتونه د ۲۰۱۵ میلادی کال له اټمی تړون څخه تېرکال د وتلو او پر ایران د بندیزونو د بیا لګولو اعلان وکړ.

د ټرمپ ادارې ویلی و چې دغه تړون به ایران ته دا وړتیا ورکړی چې په څو کلونو کې اټمی وسله جوړه کړی.

تهران په ځواب کې داسې اقدامات کړی چې د یورانیمو غنی کول له هغو حدودو واړوی چې په اټمی تړون کې ورته ټاکل شوی وو.

دا مسئله د دې سبب شوه، چې امریکا د نورو بندیزونو خبردارى هم ورکړی.

بریتانیا، فرانسه او جرمنی، دغه راز روسیه او چین لا هم په اټمی تړون کې پاتې دی.

ایران پر دغو درېیو اروپایی هېوادونو انتقاد کړى چې د ایران له اقتصاد سره د مرستې لپاره یې ډېر څه نه‌دی کړی.

بریتانیا، فرانسې او جرمنی پرون د تړون له ټولو شریکانو غوښتنه وکړه چې پښه نیولی دې شی او د خپلو اقداماتو پر ممکنه عواقبو دې غور وکړی.

315 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:د معارف د اصلاح او پیاوړتیا لپاره دهېڅ مرستندویه ادارې بې پروايي راته دمنلو وړ نه ده

دغه څرګندوني کندهاروالي حیات الله حیات د شنبې په ورځ ولایت مقام کي د ودان ...