د کرکټ بورډ د دوو چارواکو پر بهرنی فعالیت بندیز

د افغانستان کرکټ بورډ د ملی لوبډلې مدیر نوید صیام کاکړ او د غوراوی کمېټې مخکنی مشر دولت خان احمدزی د یوه کال لپاره د کرکټ له نړیوال فعالیت څخه بند کړل.

د کرکټ بورډ غړی او د ولسمشر اشرف غنی سلاکار ضیاالحق امرخېل نن شنبه د «چنګاښ پر۲۲مه» په یوه مطبوعاتی کنفرانس کې وویل چې د یادو کسانو په اړه دغه تصمیم پخپلو چارو کې د ځینو ناغېړیو او نیمګړتیاو له امله تر یو لړ څېړنو وروسته ملی ګټو ته په کتو نیول شوی دی.

هغه وویل، چې یاد کسان د یوه کال لپاره یوازې د کرکټ په داخلی چارو کې فعالیت کولای شی.

د کرکټ بورډ غړی ضیاالحق امرخېل د بورډ د پرېکړې پرمهال وویل، چې یو کال وروسته به د دوی کړنې ارزول کیږی چې وروسته به یې په اړه پرېکړه وشی.

د یادې پریکړې د اعلان پرمهال د افغانستان کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلی شتون نه درلود.

که څه هم مخکې داسې اوازې وې چې د کرکټ بورډ مشر له ندې لیری شوی، خو د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک امریکا غږ ته وویل، چې په دې اړه اوازې حقیقت نه لری.

تر دې مخکې به یادو کسانو لکه د لوبډلې د منېجر یا لوبډلې د کپتان په صفت له ملی لوبډلې سره بهرنی سفرونه کول.

دا په داسې حال کې ده چې کرکټ بورډ تېره اونۍ د کرکټ بورډ د پخوانی اجرائیه رئیس اسدالله خان په ګډون د یادو کسانو دندې وځنډولې او ویې ویل چې د یوې اونۍ په جریان کې به یې په اړه پرېکړه وکړی.

192 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کرکټ: افغانستان او ویسټ انډیز نن یوه ورځنۍ لوبه کوي

افغانستان د کرکټ ملي ټيم نن چهارشنبه د ويسټ انډيز پر وړاندې پنځوس اووره يا ...