کندهاروالی وایی په پوره توان سره د فساد مخه نیسم

د شنبې په ورځ د کندهار د نورزو قوم د بولدک، ژړۍ، میوند، پنجوائی ولسوالیو او ښار ګڼ شمیر مخورو، علماو، متنفذینو او ځوانانو په ولایت مقام کی له کندهار والی حیات الله حیات سره وکتل، چی په لیدنه کی د ولایتی شورا غړی حاجی محمد نادر، د ملی امنیت مرستیال، د کلیو، پراختیا او بیارغونی او د سرحدونو او قبائلو چارو رئیسانو هم حضور درلود.

په لیدنه کی د نورزو قوم د راغلو مشرانو په استازیتوب د ولایتی شورا وکیل حاجی محمد نادر او دوو تنو نورو د بندیانو د راخوشی کیدو، په یادو ولسوالیو کی د بیارغنیزو کارونو د پراختیا،اجتماعی عدالت د تامین او ګڼو نورو برخو کی خپلی ستونزی او وړاندیزونه شریک کړل.

د دوی تر غوښتنو او وړاندیزونو اورېدو وروسته کندهار والی حیات الله حیات پخپلو خبرو کې وویل،کندهار د سولی، ورورولۍ او امن کور دی او د ټولو قومونو سره په همږغۍ په ولسوالیو کی د متوازن انکشاف او کڼو نورو برخو د پیاوړتیا په موخه ګام پورته کوی.

کندهار والی وویل، د جمهور رئیس د حکم له مخی هیڅ دولتی مامور په ټاکنو کی د مداخلې حق نلرئ او نه یوازی، چی ولایتی اداره مکلفه ده تر څو شفافو ټاکنو ته زمینه مساعده کړی تر څنګ یې په ټاکنو کی د فشار اچونکو مخه هم نیسی.

کندهار والی وویل، د اجتماعی عدالت د تامین په موخه به حق و حقدار ته رسوم او هیڅ بیګناه کس نه بندی سوی او نه به هم بندی کیږی.

ښاغلی حیات وویل: په پوره توان سره د فساد په وړاندی مبارزه کول او مخه یې نیسم او ټولی هغه اوازې یې بې بنسټه وبللې، چی ګواکی د بندیانو په ازادۍ کی پیسی اخیستل کیږی او ټولو ولسونو ته یې ډاډ ورکړ، د اصولو له مخی د هر بندی تر اعتراف وروسته ورسره قانونی چلند سوی.

حیات الله حیات د ولسونو وغوښتل، چی د عدالت او امنیت د تامین په شمول د فساد په مخنیوی کی ورسره مرسته وکړی.

391 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...