راشد خان د کرکټ د درې واړو فارمټونو لوبډلمشر وټاکل سو

د افغانستان کرکټ بورډ افغان لوبغاړی راشد خان د کرکټ ملی لوبډلې د عمومی کپتان او اصغر افغان یې د مرستیال په توګه وټاکه.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلی جمعه د «چنګاښ پر۲۱مه» د یو خبری کنفرانس پرمهال نوموړی د یو ورځنیو، شل اوریزو او ټسټ لوبو د کپتان په توګه اعلان کړ.

تر راشد خان مخکې ګلبدین نائب د افغانستان د کرکټ ملی لوبډلې کپتان و، چې د نوموړی په مشرۍ افغان ټیم په نړیوال جام کې ټولې لوبې وبایللې.

پخوانی کپتان ګلبدین نائب د کپتان د مرستیال په توګه د اصغر افغان له ټاکل کېدو سره مخالفت کړی.

ګلبدین نائب پر داسې مهال له خپلې دندې څخه لیری کیږی چې روانه اونۍ د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلی وویل، چې ډېر ژر به په دغو لوبو کې د لوبډلمشر ګلبدین نائب د مدیریت او رول په اړه پرېکړه وکړی.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غنی هم د افغان کرکټ بورډ د غړو د راپور اورېدو پرمهال ویلی چې د کرکټ بورډ تشکیلاتی ستونزې او اړتیا وې دې و ارزول شی او په اړه دې جدی اقدامات وشی.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ افغان کرکټ بورډ لطف الله ستانکزی د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس په توګه وټاکه.

افغانستان د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې ښه ونه ځلېده او ټولې نهه لوبې یې وبایللې، د دغو ماتو یو عمده علت په بورډ او ټیم کې د چارواکو او لوبغاړو ترمنځ بی اتفاقی ښودل کیږی.

1582 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:د معارف د اصلاح او پیاوړتیا لپاره دهېڅ مرستندویه ادارې بې پروايي راته دمنلو وړ نه ده

دغه څرګندوني کندهاروالي حیات الله حیات د شنبې په ورځ ولایت مقام کي د ودان ...