دزابل دپوهنی ریاست مسوولین:دښوونځیو لپاره د ودانیو دنشتوالی دستونزی دحل لپاره یې هڅی زیاتی کړی دی

دزابل دپوهنی ریاست مسوولین:د ښوونځیو لپاره د ودانیو د نشتوالی دستونزی دحل لپاره یې هڅې زیاتی کړی دی او په روان کال کې به لسګونو مکتبونو ته تعمیرونه جوړ سی. 
د پوهنی ریاست د مسوولینو او د زابل د اوسیدونکو په خبره په تیرو دوو لسیزو کی تر نا امنۍ را وروسته د پوهنیز بهیر پر وړاندی تر ټولو عمده ستونزه د مکتبونو د ودانیو نشتوالی و چې له امله به یې د زده کوونکو تعلیمی بهیر له ستونزو سره مخ و
د دې ولایت د پوهنې رئیس نصرالله زاهد وایی زابل په ټول تشکیل کی ۲۲۴ ښوونځی لری چې له دې جملې د تېر کال تر ختم پوری یواځی ۳۶ ودانۍ درلودې او نور ټول په کرایی او شخصی کورونو او تر شنه اسمان لاندی تدریسی بهیر پر مخ وړی


هغه وایی دا یوه عمده ستونزه ده چی دوی یې د حل لپاره جدی هڅی کوی .
نصرالله زاهد زیاته کړه چی د ۱۳۹۸ کال لپاره د پوهنی وزارت له خوا د اتو ښوونځیو د جوړولو بودیجه منظوره سوې ده او په مرکز او ولسوالیو کې یې پروژې پیل سوی دی.
د پوهنې رئیس همدارنګه وایی چې د پوهنی وزارت له بودیجې پرته د دولت د نورو پروګرامونو او د خیریه ادارو له خوا هم د لګسونو ښوونځیو د جوړیدو چاری ژمنه ورسره سوې ده. 
د زاهد په وینا چې د ولسی تړون له لاری به د ولسمشر په ځانګړې پاملرنه په زابل کی تر اویا زیاتو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې سی چې په دې کار به د لسګونو زره زده کوونکو ستونزی حل سی. 


د زابل ولایت یو شمیر اوسیدونکی وایی چې د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړول باید د دولت په لومړیتوبونو کی شاملی وی ځکه دا مهال زده کوونکی له دې ستونزی ډیرځوریږی. 
د کلات ښار د نومرو د سیمی دوه اوسیدونکی چې په سیمه کی یې د مکتب لپاره نوی تعمیر جوړیږی وایی چې دوی خوښ دی ځکه هم به یې شاګردان د اوړی او ژمی له ګرمۍ او یخنی وژغورل سی او هم دوی ته د کار زمینه برابره سوې ده. 

 د زابل ولایت د پوهنې ریاست مسوولین په داسی حال کی د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو لپاره د خپلو هڅو له ډېرښته خبرورکوی چې د دغه ریاست مسوولین د ځایی خلکو په مرسته توانیدلی سږ کال لسګونه تړلی مکتبونه هم بیرته پرانیزی.

خبریال: محبوب حکیمی

375 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د صفوان ملي مدني سازمان غړي کندهار ته د ملي یووالي پیغام سره راغلل

د چهارشنبې په ورځ سهار د ټول هیواد څخه د صفوان ملي مدني سازمان مشرتابه ...