ترکیې د اېس ۴۰۰ ډوله دفاعی سیستم لومړۍ برخه تر لاسه کړه

ترکیې د امریکا له مخالفت سره سره له روسیې نه د اېس – ۴۰۰ ډوله هوایی دفاعی سیسټم لومړنۍ برخه تر لاسه کړې ده.

د ترکیې دفاع وزیر په وینا ددغه سېسټم لومړنۍ برخه تېره ورځ انقره کې یوې هوایی اډې ته رسېدلې ده. ترکیه له امریکا سره په ناټو ټولنه کې ملګری هېواد دی، خو له روسیې سره یې هم نږدې اړیکی رامنځته کړی دی.

دغه راز ترکیې د ۱۰۰ ایف – ۳۵ جنګی الوتکو پېرلو له هوکړې سره سره په اېف – ۳۵ پروګرام کې درنه پانګونه کړې او ترک شرکتونه د دغې الوتکې ۹۳۷ پرزې تولیدوی. ترک حکومت له روسیې نه د دوه نیمو بلیونو ډالرو په لګښت اېس – ۴۰۰ ډوله هوایی دفاعی سېسټم اخلی او د خپل پوځ یو شمېر غړی یې روسیې ته د روزنې لپاره استولی دی. د امریکا دفاعی چارواکی وایی، اېس – ۴۰۰ ډوله هوایی دفاعی سیسټم د سیمې له پراخ (ناټو هوایی سیسټم سره)متضاد دی. امریکا له دې مخکې ترکیې ته خبرداری ورکړی و که د اېس – ۴۰۰ پروګرام مخکې ځی، دوی به ترکیه له اېف – ۳۵ پروګرام بهر کړی او اقتصادی بندیزونه به پرې ولګوی.

261 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د صفوان ملي مدني سازمان غړي کندهار ته د ملي یووالي پیغام سره راغلل

د چهارشنبې په ورځ سهار د ټول هیواد څخه د صفوان ملي مدني سازمان مشرتابه ...