کلات ښارکی د هیواد د خپلواکۍ دسلمې کلیزې دلمانځی په خاطرګرځنده کتابتون فعاله سوی دی

دغه سیار کتابتون چې نن د پنج شنبې په ورځ سهار یې په فعالیت پیل کړی د ښاریانو له هر کلی سره مخ سوی او د چارواکو په خبره د لا پیاوړتیا لپاره به یې کار وکړی.
د زابل د اطلاعاتو او کلتور رئیس عبدالرزاق بشر وایی د هیواد د خپلواکۍ د سلمی کلیزی د پراخو مراسمو په لړ کی یو همدا پروګرام دی چې د دوی له لوری عملی کیږی تر څو ښاریانو ته کتابونه ورسوی او هغوی مطالعې او کتاب لوستنې ته وهڅوی.
نوموړی وویل په خپل ریاست کې دستر کتابتون تر څنګ یې دا کتابتون ځکه فعاله کړی ترڅوهرڅوک په اسانه دخپلې خوښې کتابونوته لاس رسی ولری او په دې برخه کی به د دوی هڅی لا هم دوام وکړی.


د زابل ولایت یو شمیر اوسیدونکو د اطلاعاتو او کلتور ریاست دا نوښت وستایه او زیاتوی چې په دې توګه به د ښوونځیو زده کوونکو، محصلیو او عامو ښاریانو په اسانه د کتاب لوستنې فرصت برابر سی.
دوی وایی خلګ د زده کړو او مطالعې په ګټو پوهیدلی دی ځکه هم له نویو معلوماتو خبریږی او هم خپل معلومات زیاتولای سی او له روانو ناخوالو د خلاصون یواځینی لاره هم تعلیم دی.


څو تنه چې په دغه ګرځنده کتابتون کی یې مطالعه کوله وایی دا ډول عملی هڅی باید زیاتی او ولسوالیو ته هم پراخې سی.
د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په داسی حال کی د خپلواکۍ د سلمی کلیزی په مناسبت د ګرځنده کتابتون لپاره دا نوښت کړی چې تر دې وړاندی هم د دغه ریاست له لوری په بیلابیلو ښوونځیو او تعلیمی مراکزو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ سوی دی.

خبریال: محبوب حکیمی

84 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:د مالي کال ترختمه دي د کانونو استخراجي شرکتونه خپلي باقیدارۍ تصفیه کړي

په همدې موخه د دوشنبې په ورځ کندهار والي حیات الله حیات د کانونو د ...