هلمندکی د نباتی ناروغیو دتشخیص د ودانۍ جوړونی چاری پیل سوې

دا پداسی حال کی ده، چی دلته هرکال په زیاته اندازه محصولات د امراضو او ناروغیو له امله لمنځه ځی.

د هلمند د کرنی ریاست چارواکی وایی: د لابراتوار دغه مرکز به هلمند د نباتې امراضو په مخنیوی کی رغنده رول ولری.

د هلمند کرونده ګر، چی هر کال په زرګونه هکټاره مځکی پرغنمو، سبزیو او میوو کرې لویه ستونزه یی د نباتې ناروغیو ده، کرونده ګر وایی: هرکال د دوی کښتونه د ناروغیو له امله له منځه ځی.

اوس دلته د کرنی وزارت په پراختیایې بودیجه د ناروغیو دتشخیص یا لابراتوار لپاره عملی هڅی راپیل سوی، د کرنی رئیس زلمی الکو، چی دنباتی ناروغیو د لابراتوار دودانۍ چاری یی پیلولې وویل: تردې وروسته به امراض دلته څیړل کیږی، او د لازمو اقداماتو لپاره به یی نمونې مرکز ته لیږل کیږی.

د دې ودانی دجوړونی پرمهال دهلمند مرستیال والی مجاهدالله (صفاری) خوښی وښوده چې هلمند کې د کرنې په برخه کې د یو مهم او اړین مرکز د جوړولو د پېل ډبره یې کېښوده او دا یې د هلمندی ځمکوالو لپاره ښه زیری وباله.

ده وویل: یاده ودانۍ به د ۶ میاشتوپه موده کې جوړه او ګټې اخستنې ته وسپارل سی.

د نباتې ناروغیو د دې مرکزونو جوړول، او وروسته د امراضو دتشخیص برخه کی کرونده ګرو ته عملی خدمتونه رامنځ ته کول، د دې ولایت د ولسونو یوه ستره هیله ده، چی باید د کرنی ریاست له خوا په ښه توګه عملی سی.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

99 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:د مالي کال ترختمه دي د کانونو استخراجي شرکتونه خپلي باقیدارۍ تصفیه کړي

په همدې موخه د دوشنبې په ورځ کندهار والي حیات الله حیات د کانونو د ...