د بشری حقونو نړیواله اداره:پر ماشومانو د طالبانو بریدونه جنګی جنایت دی

د بشری حقونو نړیوالې ادارې په یوه تازه اعلامیه کې په افغانستان کې د طالبانو وروستی بریدونه غندلی دی.

ددغه ادارې په اعلامیه کې ویل شوی چې وسله والو طالبانو په کابل او غزنی کې ماشومانو ته تلفات واړول او د خونړیو بمی بریدونو مسوولیت یې ومانه.

دغه اداره وایی د ماشومانو وژل او دوی په نښه کول جنګی جنایت دی او دغه ډلې نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړې دی. د بشری حقونو نړیواله اداره په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کوی چې په خپلو جګړو کې د عامو وګړو په تېره ماشومانو ژوندانه ته جدی پاملرنه وکړی او د جنګی جنایتونو له ترسره کولو دې ډډه وکړی.

84 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:د مالي کال ترختمه دي د کانونو استخراجي شرکتونه خپلي باقیدارۍ تصفیه کړي

په همدې موخه د دوشنبې په ورځ کندهار والي حیات الله حیات د کانونو د ...