کندهاروالی دهلمند ولایت د ولایتی شورا له مرستیال سره وکتل

د چهارشنبې په ورځ کندهاروالی حیات الله حیات په خپل کاری دفتر کی د هلمند ولایت د ولایتی شورا مرستیال حاجی عبادالله علیزی سره وکتل.

په لیدنه کی ښاغلی علیزی دکندهارد والی دتېر ماموریت ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چی کندهاروالی په کارپوه، باتجربه او دکندهارلپاره وړ والی دی.

دغه راز نوموړی دکندهار دموجوده وضیعت په اړه له کندهار والی سره هر اړخیزه بحث وکړ، چی ترڅنګ یې ورته د چارو د سمون په موخه د هر ډول همکاریو ډاډ هم ورکړ.

کندهاروالی حیات الله حیات دهلمند ولایت د ولایتی شورا له مرستیال څخه مننه وکړه، چی د چارو د سمون په موخه ورته د همکارۍ ډاډ ورکوی.

دغه راز ښاغلی حیات وویل، چی کندهار ته د خدمت په موخه راغلی یم او د دغه ولایت د اوسېدونکو لپاره به په هره برخه کی اسانتیاوی رامنځته کوم.

123 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

منظور پښتین: د پاکستاني پوځ ماینونو لسګونه پښتانه وژلي دي

د پاکستاني پوځ ماینونو ۱۵۰ کسان وژلي دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ...