کندهاروالی دلوړو زده کړو د وزارت دمحصلانو چارو له معین سره وکتل

لیدنه، چی د چهارشنبې په ورځ د کندهار والی حیات الله حیات په کاری دفتر کی ترسره سوه، پرمهال یې د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب، د ملی امنیت رئیس برید جنرال برکت الله څمکنی او ترڅنګ یې د یو شمېر دولتی ریاستونو مسؤلینو هم ګډون کړی وو.

په لیدنه کی د لوړو زده کړو د وزارت د محصلانو چارو معین پوهاند دوکتور بری صدیقی وویل، چی موخه می کندهار ولایت ته له راتګ څخه د دوو پوهنتونونو لپاره نوی ټاکل سوی رئیسان معرفی کول دی.

د ښاغلی صدیقی په خبره، چی د کندهار پوهنتون مخکنی رئیس حضرت میرتوتاخیل د افغانستان د کرنیزو علومو ملی پوهنتون ته تبدیل سوی او پر ځای یې پوهاند عبدالواحد وثیق ټاکل سوی.

په وار سره کندهار والی حیات الله حیات د خپلو خبرو پرمهال راغلی معین ته ښه راغلاست ووایه او د کندهار پوهنتون لپاره یې د پوهاند عبدالواحد وثیق او کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملی پوهنتون لپاره یې د پوهاند دوکتور حضرت میر توتاخیل ټاکنی پرځای وبللې او هغوئ ته یې د نوو دندو بې شمېره مبارکۍ وړاندی کړې.

وروسته کندهار والی د لوړو زده کړو د وزارت څخه د راغلی پلاوی په ملتیا د کندهار پوهنتون د مخکنی رئیس د مخه ښې او نوی ټاکل سوی رئیس د معرفت په غونډه کی ګډون وکړ، چی ترڅنګ یې د ولایتی شورا استازو، د ملی امنیت رئیس، کندهار ښاروال، د یو شمېر دولتی ادارو مسؤلینو، د کندهار پوهنتون د ټولو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او په زیات شمېر محصلینو ګډون کړی وو.

په غونډه کی ښاغلی حیات د خپلو خبرو پرمهال د مخکنی رئیس حضرت میر توتاخیل څخه د زړه له تله مننه وکړه، چی په ډېرو سختو حالاتو کی یې د کندهار پوهنتون لپاره نه ستړی کېدونکی هلی ځلی ترسره کړی.

دغه راز ښاغلی حیات د کندهار پوهنتون لپاره نوو ټاکل سوی رئیسانو پوهاند عبدالواحد وثیق او پوهاند دوکتور حضرت میر توتاخیل ته د نوو دندو د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کی د بریالیتوب هیله وکړه او د ولایتی ادارې په استازیتوب یې ورته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

په غونډه کی د ولایت مقام د بشری سرچینو د رئیس جاوید الله سلطانی ترڅنګ یو شمېر نورو ګډونوالو یو په بل پسی ویناوی وکړې او د ټاکل سوو رئیسانو د مکتوبونو د لوستلو ترڅنګ یې د مخکنی او نوی ټاکل سوی رئیسانو پر ژوند او کاری لاسته راوړنو هر اړخیزه ویناوی وکړې.

هېره دی نه وی، چی پوهان دوکتور حضرت میر توتاخیل د تېرو ۱۲ کلنو په جریان کی د کندهار پوهنتون د رئیس په توګه دنده ترسره کړې، همدارنګه پوهان عبدالواحد وثیق هم په کندهار پوهنتون کی د مرستیال په توګه دنده مخته وړل، چی د ازاد رقابت له لاری د کندهار پوهنتون ریاست ته بریالی سوی دی.

84 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:د مالي کال ترختمه دي د کانونو استخراجي شرکتونه خپلي باقیدارۍ تصفیه کړي

په همدې موخه د دوشنبې په ورځ کندهار والي حیات الله حیات د کانونو د ...