پوهاند ډاکټرعبدالواحد وثیق دکندهار پوهنتون د نوی رئیس په توګه وټاکل سوو

په همدې موخه د چهارشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د غونډو په تالار کی لویه غونډه جوړه سوې وه، چی پکښی کندهار والی حیات الله حیات، د لوړو زده کړو وزارت معین پوهاند بری صدیقی، د کندهار د ملی امنیت رئیس، کندهار ښاروال، د ولایتی شورا غړو، د ځینو سکتوری ادارو رئیسانو، د پوهنتون د ټولو پوهنځیو رئیسانو، استادانو، محصلینو او ګڼ شمېر نورو ځوانانو ګډون کړی وو.

د کندهار پوهنتون مخکنی رئیس حضرت میرتوتاخیل بیا په کندهار کی د زراعتی علومو او تکنالوژۍ د ملی پوهنتون رئیس ټاکل سوی دی.

د کندهار پوهنتون  د نوی رئیس د معرفت او مخکنی هغه د مخه ښې په غونډه کی لومړی کندهار والی حیات الله حیات خبری وکړې او د پوهنتون د مخکنی رئیس حضرت میر توتاخیل هڅی یې د پوهنتون د پیاوړتیا او معیاری کېدو په برخه کی وستایلې.

کندهار والی په ادارو کی ادلون بدلون یو اصل یاد کړ، چی دده په وینا د چارو د لاسمون او پیاوړتیا په موخه ترسره کیږی.

نوموړی دغه راز د کندهار پوهنتون نوی ټاکل سوی رئیس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق ته په چارو کی د بریا هیله وکړه او د پوهنتون له ټولو استادانو او محصلینو  یې د هغه سره د چارو په ښه مخته وړولو کی دهمکارۍ غوښتنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت معین پوهاند بری صدیقی بیا غونډی ته په وینا کی وویل، چی وزارت یې په لوړه کچه  د کندهار پوهنتون دلا پیاوړتیا لپاره کار کوی او په همدې موخه یې د پوهنتون په رهبرۍ کی بدلون راوستی.

نوموړی د پوهنتون له مخکنی رئیس څخه مننه او نوی رئیس ته یې په چارو کی دبریا هیله وکړه.

کندهار ښاروال انجنیر رفیع حیات او د ولایتی شورا غړی نعمت الله وفا د کندهار پوهنتون د معیاری کېدو او پراختیا  په برخه کی د حضرت میر توتاخیل هڅی وستایلې او نوموړی ته یې په نوې دنده کی د بریا هیله وکړه.

دوئ دپوهنتون له نوی رئیس څخه د پوهنتون دکیفیت ساتنی او لاپیاوړتیا غوښتنه وکړه.

د کندهار پوهنتون مخکنی او نوی ټاکل سوی رئیسانو دکتور حضرت میرتوتاخیل او پوهاند عبدالواحدوثق هم خبری وکړې.

حضرت میرتوتاخیل وویل، چی په پوهنتون کی یې دخیل ۱۲ کلن ماموریت پرمهال د پوهنتون د پوهنځیو په زیاتوالی او دغه راز دتدریسی کیفیت په لوړونه کی ډېر کار کړی.

نوی ټاکل سوی رئیس پوهاند عبدالواحدوثیق بیا وویل، چی د پوهنتون لاسته راوړنی به خوندی کوی او دلاپیاوړتیا لپاره به د پوهنتون له ټولو ادارو سره ګډ کار وکړی.

په غونډه کی دغه راز ګډونوالو ته د پوهنتون د تلونکی رئیس حضرت میرتوتاخیل دهغو فعالیتونو په اړه هم لنډ پریزینټېشن وړاندی سوو، چی نوموړی دخپل تېر ۱۲ کلن ماموریت پرمهال د پوهنتون د پوهځنیو د زیاتوالی او درسی کیفیت په لوړونه کی کړی دی.

باید وویل سی، چی د غونډی په پای کی د پوهنتون استادانو، محصلینو او دځینو سکتوری ادارو مسولینو د پوهنتون دمخکنی رئیس حضرت میرتوتاخیل هڅی وستایلې او هغه ته یې د ښو فعالیتونو له امله داعزاز بګړۍ هم ور پرسره کړل.

خبریال: رحیم الله رحیمی

207 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:د مالي کال ترختمه دي د کانونو استخراجي شرکتونه خپلي باقیدارۍ تصفیه کړي

په همدې موخه د دوشنبې په ورځ کندهار والي حیات الله حیات د کانونو د ...