د افغانستان د هوایی چلند ادارې د الوتنو ۲ نوی کرښې پرانېستی

د افغانستان د هوایی چلند اداره د دې هېواد له هوایی حریم څخه د الوتنو د دوو نویو کرښو د پرانېستلو خبر ورکوی.

دغې ادارې په یوه خپاره کړی بیان کې ویلی چې دغه کرښې د افغانستان د خاورې پر سر له لویدیځ نه تر ختیځ پورې غځېږی او د تاجکستان پر سر له چین سره نښلول کېږی چې د الوتنو فاصله ډېره را لنډوی.

په بیان کې ویل شوی چې له دغو کرښو به د فلای دوبۍ، امارات، قطر او یو شمېر نور هوایی شرکتونه کار اخلی.

له دې مخکې دې ادارې ویلی چې پاکستان د الوتنو پر مخ د خپل هوایی قلمرو په بندولو سره د هغو الوتنو چې د افغانستان له هوایی قلمرو به تېرېدې، شمېر کم کړی او له دې پلوه ورته د ۱۵ میلیونه ډالرو زیان رسېدلی دی.

93 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:د مالي کال ترختمه دي د کانونو استخراجي شرکتونه خپلي باقیدارۍ تصفیه کړي

په همدې موخه د دوشنبې په ورځ کندهار والي حیات الله حیات د کانونو د ...