بریتانیا د افغانستان غلا شوی لرغونی اثار کابل ته سپاری

بریتانیا د بودایی دورې د مجسمو ۹ سرونه چې په ٢٠٠٢ کال کې د پاکستان نه په غیر قانونی توگه بریتانیا ته انتقال شوی وو، بیرته افغانستان ته ورکوی.

د گاردین ورځپاڼې د رپوټ له مخې د بودایی دورې د بوتانو دغه سرونه چې ښایی د طالبانو په واسطه له مجسمو نه جلا شوی وی پداسې حال کې کشف شول چې د لرگیو په بې کیفیته صندوقونو کې ایښول شوی وو.

د بریتانیا د موزیم یو مقام جان سمپسون، ویلی دی چې دا سرونه رنگه او بشپړې مجسمې وې چې شاوخوا ١۵٠٠ کاله مخکې د گندهارا د سلطنت په دوره کې بودایی معبدونه پرې زینت شوی وو.

د یو اوږد حقوقی بهیر له تیرولو وروسته دغه اثار تیر کال د بریتانیا موزیم ته واستول شول چې ثبت او وڅیړل شی او وساتل شی.

سمپسون ویلی دی چې پخوا یې هم په زرگونو تاریخی اثار کابل ته استولی دی.

دغه تاریخی اثار به د لنډې مودې لپاره د بریتانیا په موزیم کې نندارې ته وړاندې شی او بیا به په لندن کې د افغانستان سفارت ته وسپارل شی.

129 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:د مالي کال ترختمه دي د کانونو استخراجي شرکتونه خپلي باقیدارۍ تصفیه کړي

په همدې موخه د دوشنبې په ورځ کندهار والي حیات الله حیات د کانونو د ...