دینی عالمان وایی، په افغانستان کی د جګړې لوی لامل بې اتفاقی ده

دکندهار دینی عالمانو د سولی په اړه غونډه جوړه کړې وه، چی پر مهال یې په افغانستان کی روانه جګړه ناروا وبلل د جنګ لوی لامل یې د افغانانو تر منځ بې اتفاقی یاده کړه.

د کندهار دینی عالمان وایی، روانه جګړه ناروا ده ځکه ګټه یې دنړۍ زبر ځواکونه او ګاونډی هیوادونه وړی او قربانی افغان ولس ورکوی .

د افغانانو تر منځ د سولی مذاکراتو په ټینګار د کندهار علماوو شورا له لوری غونډه جوړه سوه چی مهال یې د علماوو شورا ریس عبیدالله فیضانی وویل دینی عالمان او ملاامامان باید د سولی په برخه کی هڅی زیاتی کړی ځکه ملا امامان د حقی لاری ښوونکی دی او الله ج په دې مکلف کړی دی.

نوموړی زیاته کړه چی د جنګ دواړه لوری باید دینی عالمانو ته د سولی مذاکراتو په برخه کی حق اولیت ورکړی څو افغانان دې ستر ارمان ته ورسیږی.

داراز د کندهار یوشمېر نورو جید دینی علماوو روانه جګړه ناروا او د اسلام مبارک دین د بد نامۍ جګړه یاده کړه چی په وینا یې لوی لامل یې د افغانانو تر منځ بې اتفاقی ده.

هغوی زیاته کړه، اسلام د سولی او هوساینی دین دی، نو ځکه پکښی د مسلمانانو تر منځ تشدد او جنګ ناروا ګڼل سوی او الله ج مؤمینان په وړونو یاد کړل او پر یووالی یې امر کړی دی.

د غونډی په وروستیو کی د کندهار دینی عالمانو له لوری اووه مادیز پریکړه لیک هم وویل سو، چی له مخی یې ویل سوی وه د افغانانو تر منځ جګړه د نړۍ د زبر ځواکه او ګاونډیو هیوادنو په ګټه روانه ده.

په پریکړه لیک کی د جنګ پر ښکېلو غاړو ږغ سوی وو چی دینی عالمانو ته د سولی په خبرو کی ونډه ورکړه سی او هم غوښتنه سوې وه چی افغانان باید د روانی جګړې او هیواد جوړونی په برخه کی یووالی وکړی.

هېره دی نه وی چی د کندهار دینی عالمان وروسته له هغه یاده پریکړه کوی چی یو طرف ته د امریکا او وسله والو طالبانو تر منځ د سولی اووم پړاو غونډه روانه او بل لوری د هیواد یوشمېر ولایتونو کی وسله والو بریدونو زور اخیستی.

خبریال: احمدشاه شاداب

452 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...