کندهاروالی داضطراری کمیټې غونډه کی دسیلاب ځپلو کورنیوسره دبېړنۍ مرستی سپارښتنه وکړل

یاده غونډه، چی دکندهاروالی حیات الله حیات په مشرۍ ولایت مقام کی جوړه سوې وه دسکټوری رئیسانو په ګډون دولسوالیو استازو هم حضور درلود.

په غونډه کی لومړی دولایت مقام سکتوری رئیس عبدالحکیم حکیمی معلومات وړاندی کړل او وویل، چی دتیرو سیلابونو له سببه یې اوښتی زیانونه تر ډېره جبران کړی او په دې برخه کی څه باندی شپاړس میلونه افغانۍ دشهیدانو او ټپیانو وارثینو او ویجاړو کورنیو مالکینو ته ورکړی دی.

غونډه کی په وار سره دولسوالیو مسئولینو هم خبری وکړې او وویل، چی دوئ له خپله اړخه دځینو سیلاب ځپلو سیمو سروې کړې او ځینی سیمی ترپوښښ لاندی نه دی راغلی، چی باید سکتوری ادارې یې دیوه ګډ کمیسون په مرسته بررسی او دقیقه څیړنه وکړی او زیان منی کورنۍ معلومی کړی ترڅو دمرستو څخه بې برخی پاته نه سی.

دغه راز غونډه کی کندهاروالی حیات الله حیات هم دیادی ځنډنۍ پروسې دغښتلیا ترڅنګ دسکتوری ادارو مسئولینو او ولسوالانو ته سپارښتنه وکړل ترڅو دټولو هغو کورنیو دقیقه سروې وکړی، چی زیان منی سوی خو مرستی یې نه دی ترلاسه کړی ترڅو دا پروسه نوره پای ومومی او ټولی مستحقی کورنۍ ددولت دنقدی مرستی څخه برخمنی سی .

ښاغلی حیات دسرې میاشتی ریاست ته هم هدایت وکړ ترڅو دټولو هغو سیمو او په ځانګړی ډول دکوچی کورنیو هغه لیستونه دولایت مقام سره شریک کړی، چی دوئ یې سروې کړې او سیلاب ځپلی کورنۍ یې معلومی کړی دی ترڅو دیوې شفافی پروسې وروسته ټولی پاته کورنۍ مرسته ترلاسه کړی.

غونډه کی ټولو ګډون والو ډاډ څرګند کړ، چی دمرستو دویش لړۍ به چټکه او ژر ترژره ټولو کورنیو ته خپل حقونه وسپاری.

خبریال: نثاراحمد احمدی

93 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

منظور پښتین: د پاکستاني پوځ ماینونو لسګونه پښتانه وژلي دي

د پاکستاني پوځ ماینونو ۱۵۰ کسان وژلي دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ...