کندهاروالی:ولایتی اداره د معلولینو دحقونو ورکولو ته ژمنه ده

دغه څرګندونی د دوشنبې په ورځ کندهاروالی حیات الله د افغانستان د بیارغونی ټولنی د معلولینو د غړو سره د یوې لیدنی پرمهال وکړې، چی پکښی د کار او ټولنیزو چارو د رئیس ترڅنګ د ښار د ناحیو او د ټولو ولسوالیو د معلولینو مسؤلینو او استازو برخه اخیستې وه.

په لیدنه کی لومړی راغلو معلولینو د کندهاروالی د مخکنې ماموریت ستاینه وکړه او په روانو چارو کی یې ورته د بریالیتوب د هیلو ترڅنګ له خپلو اړخونو د پوره همکاریو ډاډ وړاندی کړ.

نوموړو وویل، چی د هیواد په ترسره سوو جکړو کی په زیات شمېر معلولینو خپل د وجود شیرین غړو ترڅنګ د کورنۍ غړی هم له لاسه ور کړی، خو د دولت لخوا تر اوسه ورته پاملره نده سوې، چی په خبره یې یاده طبقه د دولت او نظام د ملاتړ ترڅنګ د هیواد د ابادۍ او پرمختګ په برخو کی لا هم ورسره  همکاره دی.

راغلو معلولینو د کندهار والی څخه د سرپناء او هغوئ ته په دولتی ادارو کی د کار او د یوشمېر حرفوی زده کړو د زمینې برابرولو غوښتنه وکړه ،او زیاته یې کړه کم حق او حقوق، چی اساسی قانون معلولینو ته ورکړی باید ور کول سی.

کندهاروالی د خپلو خبرو پرمهال د معلولینو د قربانۍ چی د وطن د پرمختک او ابادۍ لپاره یې ترسره کړی او یا یې هم د وجود او کورنۍ غړی له لاسه ورکړی قدردانی وکړ او د هغوې څخه یې مننه وکړه، چی د خپل دولت او نظام ملاتړ کوی.

نوموړی د راغلو معلولینو تر ستونزو اورېدلو وروسته هغوئ ته ډاډ ور کړ، چی ولایتی اداره د معلولینو د حقوقو ورکولو ته ژمنه ده.

ښاغلی حیات معلولینو ته خدمت او کار کول د ځان مسؤلیت وباله او زیاته یې کړه چی د معلولینو لپاره به ډیر ژر  عملی ګامونه پورته کړی.

105 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

منظور پښتین: د پاکستاني پوځ ماینونو لسګونه پښتانه وژلي دي

د پاکستاني پوځ ماینونو ۱۵۰ کسان وژلي دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ...