ملی سوداګر حاجی خدایداد نورزی دکندهاروالی په هڅو خوشی او خپلی کورنۍ ته وسپارل سو

یاد ملی سوداګر تېره شپه د افغان امنیتی ځواکونو له لوری د خپله کوره وړل سوی ؤ، چی د کندهار د قومی مشرانو او ولایتی شورا وکیل نعمت الله شېردلی په غوښتنه او د کندهار والی حیات الله حیات په هڅو د دوشنبې په ورځ راخوشی او خپلی کورنۍ ته وسپارل سو.

کندهار والی دملی سوداګرو سره لیدنه کی ډاډ وړاندی کړ، چی دولت هڅه کوی ترڅو د ملی سوداګرو له پاره د سوداګرۍ ترڅنګ د ښه ژوند زمینه هم برابره او امنیت یې خوندی کړی.

نوموړی د سوداګرو ترڅنګ د نورو هیوادوالو هم وغوښتل ترڅو د دې ډول ستونزو پرمهال ولایت مقام خبر او خپلو ستونزو ته سوله ییزه حل لاره ومومی.

دغه راز ښاغلی حیات وویل، چی د ولایت مقام دروازه د عام ولس پرمخ خلاصه ده او هیڅ کله به هم د هغوئ ږغ بې ځوابه پاته نسی.

114 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

منظور پښتین: د پاکستاني پوځ ماینونو لسګونه پښتانه وژلي دي

د پاکستاني پوځ ماینونو ۱۵۰ کسان وژلي دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ...