د افغانانو تر منځ جګړه د بې اتفافۍ او پردیو د لاسوهنو له امله ده

د سولی ولسی نوی حرکت لاریون کوونکو سولی او اوربند غوښتلو د شعارونو تر ترڅنګ دا شعارونه هم ورکول، چی د یوه نامعلوم دلیل له مخی مو ځوانان په قتل رسول کیږی.

دغه کسانو پر خلګو ږغ وکړ، چی افغان ولس باید په یوه اتحاد د سولی ږغ بدرګه او د جکړې مخه ونیسی.

د سولی ولسی حرکت د کندهار ښار په منځنۍ برخه ۹ ناحیه کی د سولی لاریون تر سره کړ، چی پر مهال یې د جنګ له ښکېلو خواوو څخه د اور بند او دسولی مذاکراتو غوښتنه وکړه.

ددې لاریو ګډونوالو وویل، هره ورځ د یوه نامعلوم دلیل له مخی په لسګونه ځوانان د پردیو په تپل سوې جګړه کی خپل ژوند د لاسه ورکوی چی په خبره یې قاتل او مقتول دواړه ناخبره وی.

هغوی پر وسلوالو ږغ وکړ، چی سولی او اوربند ته غاړه کښېږدی او د سولی خبری د هیواد په داخل کی د افغانانو سره مخته یوسی، ځکه افغانان د بې اتفاقۍ له امله د پردیو او د نړۍ د زبرځواکونو د ګټو ښکار دی او قربانی ورکوی.

دې ته ورته د لاریون رهبری کوونکی حکمت الله صلحی وویل، نور پر ارامه نه کښېنې او د سولی ولسی پلی حرکت په ملاتړ به خپله دغه مبارزه په نورو ولایتونو کی هم تر سره کوی څو د ډاډمن امنیت او سولی څښتنان سو.

نوموړی وایی، هر هغه څوک چی د سولی ږغ پورته کوی د نامعلومه لوری تهدید او وژل کیږی خو وایی چی د سولی لپاره قربانۍ ته اماده دی.

دکندهار اوسېدونکی وایی، د افغانستان جنګ د نړۍ سترو علماوو ناروا ګڼلی نو لازمه ده، چی وسلوال مخالفین دمکې شریفی د امام او نورو د نړۍ د مشهورو دینی عالمانو فتوا ته درناوی وکړی او له جګړې لاس واخلی.

خبریال: احمدشاه شاداب

429 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...