کندهار والی د شاولیکوټ ولسوالۍ له مخورو او ځوانانو سره وکتل

لیدنه، چی د پنجشنبې په ورځ په ولایت مقام کی د کندهار والی حیات الله حیات په مشرۍ ترسره سوه، پرمهال یې د شاولیکوټ ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قومندان محمد داود هم ګډون کړی وو.

راغلی مشران، چی شمېر یې سلګونه تنو ته رسېده د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند د چینار، تمبکور، کوندلانو، مانو، باغده سره، زنګیتار، لوړی او کښته کلعه له سیمو څخه وه او شاوخوا د ۱۲۰۰ کورنیو استازیتوب یې کاوه.

دوئ کندهار والی ته د خپلو خبرو پرمهال عرض وکړ، چی له تېرو ۴ ورځو راهیسی یې د کورنیو ۴۵ غړی وسلوالو مخالفینو په دې موخه له ځان سره د وهلو ترڅنګ بندیان کړی، چی دوئ به د شاولیکوټ ولسوالۍ څخه تر ترینکوټ پوری پر غځېدلې لویه لاره باندی امنیتی ځواکونو ته ځواب ورکوی او یا به هم یادی سیمی پرېږدی او له خپلو کورونو څخه به مهاجرت کوی.

هغوئ زیاته کړه، وسلوالو مخالفینو د دوئ د کورنیو بندی سوی ۴۵ تنه د ۲ ساعتونو لپاره په دې موخه له بنده خوشی کړی، چی د خپلو مشرانو په واسطه تر ولایتی مسؤلینو پوری خبر ورسوی، څو د کندهار – اروزګان پر لویه لاره د امنیتی ځواکونو د تېرېدو مخه ونیسی، چی په دغه برخه کی راغلو معتریضو مشرانو د یادی ستونزی د حل په موخه له کندهار والی څخه د همکاریو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کی کندهار والی حیات الله حیات د خپلو خبرو پرمهال وسلوال مخالفین د هیواد او خلګو دښمنان وبلل او زیاته یې کړه، چی همدغه وسلوال وخت پر وخت هڅه کوی، چی د افغانانو په زړونو کی ډار او وېره خپره کړی.

ښاغلی حیات د یادی ستونزی د حل په برخه کی راغلو مشرانو ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ او ویې ویل، چی د دغی ستونزی د حل په برخه کی به له هری ممکنه لاری ګټه اخلی.

48 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکندهاروالي په مشرۍ دمعارف شورا لومړنۍ ناسته ترسره سوه

نن سې شنبه تر غرمې وروسته ولایت مقام کي د کندهار والي حیات‌الله حیات په ...