کندهارکی د ولسی تړون پروګرام تطبیق دخلکو له اقتصادی غوړېدا سره مرسته کړې ده

دغه څرګندونی د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکی ادارې د ښاروالیو چارو معین عبدالباقی پوپل کندهار ته د سفر پرمهال ملی راډیو تلوېزیون ته وکړې.

عبدالباقی پوپل وویل، چی دولسی تړون له روانو پروژو سره په کندهار کی ولسی همکاری زیاته ده او په دې سره د کندهار ښار په بڼه او اقتصادی غوړېدا کی لوی بدلون لیدل کیږی.

د هیواد د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکی ادارې د ښاروالیو چارو معین عبدالباقی پوپل وایی په کندهار ښار او ځینو ولسوالیو کی دبیلابیلو شوراګانو په مټ د ولسی تړون ګڼ شمېر پروژې تکمیل سوی او پرځینو یې کار روان دی، چی دده په وینا د خلکو له اقتصادی پیاوړتیا او د کندهار ښار له ښکلا سره یې مرسته کړې ده.

نوموړی وایی، چی دولسی تړون دپلی سویو پروژو له لاری دکندهار ښاروالۍ په عوایدو کی زیاتوالی راغلی او که دوام وکړی ښاروالی له خپله اړخه په ځان بسیا کیږی.

د ښاروالیو چارو معین وایی، دولسی تړون د پروګرام تطبیق دلته په کندهار کی خلکو ته د پانګونی زمینه برابره کړې او د سړکونو، چریو، پلچکونو، کانالونو او فرعی لارو قیر او جوړولو د چاپېریال له پاکوالی سره هم بېسارې مرسته کړې ده.

خپله د کندهار ښار یوشمېر اوسېدونکی هم د ولسی تړون پروګرام د کندهار ښار د معیاری پراختیا لپاره اغېزمن بولی او له روانو پرمختیایی پروژو ډېر خوښ دی.

کندهار ښاریان وایی، دولسی تړون له پروګرام سره بشپړه همکار دی او ددې پروګرام د دوام او بشپړه شفافیت غوښتنه کوی.

باید وویل، سی چی له ډېری مودې راهسی د کندهار ښار په ۱۵ ناحیو او ځینو ولسوالیو کی په متوازن ډول دولسی تړون په چوکاټ کی بیلابیلی پرمختیایی پروژې پلی سوی او پر ځینو یې لاهم کار روان دی.

د کندهار ولایتی چارواکی وایی، دولسی تړون ټولی پروژې له ولایت مقام او کندهار ښاروالی سره په پوره همږغۍ پلی کیږی.

خبریال: رحیم الله رحیمی

x

دا هم وګورئ

محب:که سوله د نظام ړنګولو پروژه وی په وړاندې به یې ودریږو

د افغانستان د ملی امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، یو ځل بیا د افغان سولې ...