کندهارکی دخپلواکۍ د ورځی دلمانځنی لپاره په دولتی او ولسی کچه ځانګړی تدابیر روان دی

په ښار کی د دوکانو او دولتی ادارو پر سر د افغانستان د ملی بیرغ رپېدل او د خپلواکۍ د اتل شاه غازی امان الله خان عکسونه هغه څه دی، چی ښار او دولتی ادارې ئې ښایسته کړی دی.

دولتی مامورین او ښاریان د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ښه ډول لمانځل خپل وطنی او بشری دنده بولی او وایی، چی د خپلواکۍ لمانځل راتلونکی نسل ته د خپلواک افغانستان پیغام رسوی.

موږ د کندهار چاپیریال ساتنی ریاست څخه د راپور چمتول کول پیل کړل او د ښار بېلابیلو برخو، ښوونځیو او دولتی ادارو ته ولاړو.

د خپلواکۍ د ملی اتل شاه غازی امان الله خان عکسونه او ملی بیرغ د افغانستان د سلمی کلیزی په مناسبت پر دولتی ادارو او د ښار پر یوشمېر مهمو واټونو ځړېدلی او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

یو شمېر دولتی مسؤلین او مامورین وایی د جمهور رئیس د ځانګړی فرمان او ولایتی ادارې د هدایت له مخی ئې پر خپلو ادارو د افغانستان د سلمی کلیزی په مناسبت د شاه غازی امان الله خان عکسونه او ملی بیرغ ځړولی او هدف ئې خپل ولس ته د خپلواکۍ د پیغام وړاندی کول او هغوئ د دې ورځی لمانځنی ته هڅول دی.

هغوئ وایی د دغه ورځی لمانځل نوی نسل ته د افغانستان د خپلواکۍ ځانګړی پیغام رسوی او هغوئ د خپلو ملی اتلانو څخه خبروی.

د ښوونځیو زده کوونکی او ښاریان هم دا خپل مسؤلیت بولی، چی د خپلواکۍ د ورځی په لمانځلو کی د دولت سره ځانګړی سهم ولری او په ولسی کچه د دې ورځی ښه لمانځنه وکړی.

د کندهار پوهنتون د کتابتون مسؤل او لیکوال نوراحمد قرانمل بیا د خپلواکۍ پر تعریف او د دې ورځی پر ارزښت راسره ږغېدلی.

هغه وایی په معاصره نړۍ کی د یو واحد ملت په توګه هره ټولنه د خپلواکۍ حق لری او افغانستان د انګریز د جابر استعمار څخه تر قوی مبارزې وروسته د شاه غازی امان الله خان په مشری د هیواد خپلواکی ترلاسه کړې ده.

د خپلواکۍ د سلمی کلیزی په مناسبت د کندهار په ولایت مقام کی د اسیا او سیمی په کچه د سل متره په ارتفاع د دوهم لوړ بیرغ د جوړېدو چاری هم روانی دی، چی د خپلواکۍ د سلمی کلیزی تر ورځی پوری به بشپړی سی.

خبریال: ولی محمد انوری

x

دا هم وګورئ

دکندهار امنیه قومندان وایی وسله وال ترهګر د ولس په وینه تویولو سره ګټه اخلی

نوموړی دکندهار پر امنیه قوماندانۍ تر پرونی برید وروسته دغه خبری وکړې؛ هغه چی د ...