کندهاروالی د یوشمېر ولسوالیو له اوسېدونکو او قومی مشرانو سره وکتل

د شنبې په ورځ کندهار والی حیات الله حیات په ولایت مقام کی د ( معروف، ارغستان، میانشین او پنجوایی ) ولسوالیو له سلګونه اوسېدونکو او قومی مشرانو سره د بېلابېلو لیدنو پرمهال وکتل، چی پکښی د ولایتی شورا غړو او معروف ولسوالۍ ولسوال هم ګډون کړی وو.

راغلو مشرانو لوموړی د کندهار والی څخه مننه وکړه، چی د ولایت مقام دروازه یې د عام اوسېدونکو پرمخ خلاصه ساتلې او وخت پر وخت یې د هغوئ ستونزی اورېدلی دی، همدارنګه د یادو ولسوالیو مشرانو او اوسېدونکو په یوشمېر برخو کی ستونزی هم له کندهاروالی سره شریکی کړې.

د معروف او ارغستان ولسوالیو مشرانو په خپلو خبرو کی وویل، چی په تېرو سېلابونو کی د یادو ولسوالیو اوسېدونکو ته ګڼ شمېر مالی او ځانی زیانونه اوښتی خو لا هم د ټاکل سوو مرستو او خپلو حقوقو څخه برخمن سوی نه دی، د هغوئ په خبره دولت دی دې ته ورته د دغه ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره د یو شمېر نورو مرستو زمینه هم برابره کړی.

دغه زار په لیدنه کی د ارغستان ولسوالۍ مشرانو د خپلو خبرو پرمهال بیا د هغه مهاجرینو لپاره د مرستو غوښتنه وکړه کوم، چی د دغه ولسوالۍ څخه د جنګ له سببه کندهار ښار ته راغلی د هغوئ په خبره، چی دا مهال راغلی کورنۍ په بدحالت کی دی او مرستو ته سخته اړتیا لری.

دی ته ورته د پنجوایې ولسوالۍ مشرانو هم د یادی ولسوالۍ لپاره د اساسی او اوږدمهاله پروژو غوښتنه وکړه او زیاتول یې، چی د ولسونو لپاره به اساسی او اوږدمهاله پروژې او لازمی اسانتیاوی رامنځته کړی.

په وار سره کندهار والی حیات الله حیات هم د راغلو مشرانو ستونزی یو په یو واورېدې او د ولایتی ادارې په استازیتوب یې ډاډ وړاندی کړ، چی ټولو ستونزو ته به د امکان ترحده حل لاری لټوی، نوموړی زیاته کړه، هغه امکانات، چی ولایتی اداره یې په واک کی لری تر ټولو ولسوالیو پوری به یې په متوازن شکل ورسوی.

ښاغلی حیات وویل، کندهار ته د خدمت په موخه راغلی یم او په خپل ټول توان سره به د دغه ولایت د اوسېدونکو لپاره نه ستړی کېدونکی هلی ځلی ترسره کوم.

دغه راز کندهار والی زیاته کړه، د سېلاب ځپلو کورنیو لپاره یې اوس هم د سروې ټیمونه دوام لری او تر دقیقو سروې ګانو وروسته به ټولو سېلاب ځپلو ته ټاکل سوی مرستی ورسوی.

x

دا هم وګورئ

محب:که سوله د نظام ړنګولو پروژه وی په وړاندې به یې ودریږو

د افغانستان د ملی امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، یو ځل بیا د افغان سولې ...