کندهاروالی د دغه ولایت له صنعت کارانو سره وکتل

لیدنه، چی د پنجشنبې په ورځ په ولایت مقام کی د کندهار والی حیات الله په مشرۍ ترسره سوه، پرمهال یې د برېښنا ریاست رئیس امان الله فاروقی، د صنعت کارانو د اتحادیې رئیس او فابریکه لرونکو صنعت کارانو ګډون کړی وو.

په لیدنه کی راغلو صنعت کارانو د صنعتی پارک لپاره د موجوده برېښنا د کمښت یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چی د برېښنا دغه کمښت له زیاتو ستونزو سره مخ کړی او آن دې ته یې اړ کړی، چی خپلی فابریکې وتړی.

هغوئ له کندهار والی څخه د سولری برېښنا ترڅنګ د ډېزلی برېښنا د جنرېټرونو د زیاتېدو او همدارنګه یې د سولری برېښنا لپاره د تخنیکی وسایلو د برابرولو غوښتنه وکړه، څو د صنعتی پارک لپاره په کافی اندازه برېښنا برابره او د دوئ د فابریکو فعالیتونه د تېر په پرتله ګړندی سی.

په ورته وخت کی د برېښنا شرکت رئیس امان الله ایوب فاروقی د یادو صنعت کارانو ستونزی پرځای وبللې او زیاته یې کړه، چی د مرکزی ادارې سره یې په دې اړه بحث کړی او هڅه کوی، چی یادی ستونزی ته د امکان ترحده حل لاره ولټوی.

په وار سره کندهار والی حیات الله حیات هم د خپلو خبرو پرمهال د راغلو صنعت کارانو ستونزی یو په یو واورېدې او هغوئ ته یې ډاډ ورکړ، چی دغه ستونزی به د امکان ترحده حلوی، د هغه په خبره، چی په یاده برخه کی هغه ستونزی، چی په مرکز پوری تړاو لری تر مرکزی ادارې پوری به یې رسوی ترڅو ورته حل لاره ولټول سی.

دغه راز ښاغلی حیات د افغانستان لپاره اقتصادی ازادی خورا اړینه وبلل او زیاته یې کړه، چی په اوسنیو حالاتو کی د صنعت کارانو لپاره اسانتیاوی په اقتصادی ازادۍ کی ځانګړی رول لری.

پاته دی نه وی، چی د کندهار په صنعتی پارک کی له ۱۶۰ – ۱۸۰ پوری فابریکې په فعالیت بوختی دی، چی په بېلابېلو برخو کی تولیدات لری او زرګونه تنو ته یې کاری زمینه هم برابره کړې ده.

خبریال: عبدالقیوم شکوری

60 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...