کندهاروالی :د انسانی قاچاق مخه باید په جدی ډول ونیول سی

والی حیات الله حیات دغه څرګندونی د یکشنبې په ورځ د ولایت مقام د غونډو په تالار کی د انسانی قاچاق دولایتی کمېسیون په غونډه کی وکړې.

په غونډه کی دعدلیې، امنیې قوماندانۍ، پوهنی، حج اوقافو، څارنوالۍ، پوهنی، ښځو چارو، بشری حقوقو او مدافع وکیلانو مسولینو او استازو هم ګډون کړی وو.

کندهار والی حیات الله حیات غونډی ته په وینا کی انسانی قاچاق د بشر په وړاندی لوی جنایت وباله چی دده په وینا باید په جدی ډول یې مخه ونیول سی.

کندهار والی وویل، چی په هیواد کی روانو جنګ جګړو، بېکارۍ او فقر خلک مهاجرت ته اړکړی، چی په وینا یې په زیات شمېر کی دغه کسان په ډېرو خطرناله لاره اروپایی هیوادونو ته دښه ژوند په نیت ځی.

نوموړی وویل، چی انسانی قاچاقبران دخلکو په قاچاق سره لوی جرم ترسره کوی، چی دده په وینا امنیتی ارګانونه او دبشری حقونو ادارې یې باید دمخنیوی لپاره جدی کار وکړی.

کندهار والی حیات الله حیات ددې ترڅنګ د مهاجرت او انسانی قاچاق په مخنیوی کی عامه پوهاوی هم مهم وباله چی دده په وینا حج اوقاق، علماو شورا، پوهنی ریاست او بشری سازمانونه دا کار وکړی.

په غونډه کی دغه راز دعدلې، امنیې قوماندانۍ، مهاجرینو او پوهنی ریاست مسولینو هم خبری وکړې او له خپله اړخه یې کندهار والی ته ډاډ ورکړ، چی د انسانی قاچاق د مخنیوی په برخه کی یې جدی ګامونه پورته کړی او په راتلونکی کی به هم د انسانی قاچاق په مخنیوی کی جدی کار وکړی.

خبریال: رحیم الله رحیمی

x

دا هم وګورئ

دکندهاروالی په مشرۍ جوړه سوې امنیتی ناسته کی د ولسوالیوپر امنیت او دحجاجوپرانتقال خبری وسوې

د چهارشنبې په ورځ د امنیتی مجلس اوونیزه غونډه، چی د کندهاروالی حیات الله حیات ...