کندهاروالی دیوشمېر جهادی رهبرانو او ولسی مشرانو سره وکتل

لیدنه، چی د دوشنبې په ورځ د کندهاروالی حیات الله حیات په دفتر کی ترسره سوه پکښی ولسی مشرانو او جهادی رهبرانو له کندهار والی سره د کندهار ولایت اړوند هر اړخیزه بحث وکړ.

راغلو مشرانو د کندهار د والی په راتګ خوښی وښودل، د هغه د تېرو ماموریتونو ستاینه یې وکړه او په کندهار کی یې د چارو د سمون په برخو کی له خپلو اړخونو د هر ډول همکاریو ډاډ وښود.

نوموړو د خپلو خبرو په دوام له کندهار والی څخه غوښتنه وکړه، چی په تحصیلی بورسونو او دولتی ادارو کی د شهیدو سوو مجاهدینو اولادونو ته ځانګړې پاملرنه وکړی ترڅو هغوئ هم له خپلو حقوقو څخه برخمن ګرځېدلی وی.

په وار سره کندهار والی حیات الله حیات د خپلو خبرو پرمهال د راغلو مشرانو څخه مننه وکړه، چی د چارو د سمون په موخه له ولایتی ادارې سره همکاره دی او په دغه برخه کی یې له کندهاری اوسېدونکو څخه د لا ډېرو همکاریو غوښتنه هم وکړه.

ښاغلی حیات وویل، کندهار ته د خدمت په موخه راغلی یم او په دغه ولایت کی به د امکان ترحده اړین اصلاحات رامنځته کوی، چی په خبره یې په کندهار کی به د ولسونو په همکاری د قانون د حاکمیت، فساد د مخنیوی، د کندهاری اوسېدونکو د ابرو ساتلو او شملو جګولو، کار اهل کار ته د سپارلو او حق حقدار ته د رسولو په برخو کی به نه ستړی کېدونکی هلی ځلی ترسره کوم.

کندهار والی د خپلو خبرو په دوام ډاډ وړاندی کړ، چی د ولسی مشرانو د ځوانانو لپاره به د تحصیلی بورسونو سهم په پام کی نیسو ترڅو هغوئ د خپلو وړتیاوو پر اساس د خپلی خوښی په رشته کی لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړی.

ښاغلی حیات په کندهار کی د دینی مدرسو د جوړولو یادونه هم وکړه او ویې ویل، چی په مرسته به یې کندهاری ځوانان په کور دننه کی دینی زده کړو لاس رسی مومی او د بهرنیو هیوادونو له احتیاجه به خلاص سی.

x

دا هم وګورئ

محب:که سوله د نظام ړنګولو پروژه وی په وړاندې به یې ودریږو

د افغانستان د ملی امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، یو ځل بیا د افغان سولې ...