کندهاروالی:نړیوالی مرستندویه ادارې باید خپلی پرمختیایی پروژې دولایتی ادارې سره په همږغۍ پلی کړی

کندهاروالی حیات الله حیات دغه څرګندونی د یکشنبې په ورځ په ولایت مقام کی د پی ډی سی یا ولایتی پرمختیایی شورا په غونډه کی وکړې.

په غونډه کی د ځینو سکتوری ادارو رئیسانو، کندهار ښاروال انجنیر رفیع حیات او دځینو نړیوالو همکارو موسیساتو استازو او مسولینو ګډون کړی وو.

کندهار والی حیات الله حیات وایی، چی ستکوری اداری او نړیوالی همکاری موسیسې باید د خپل لوری په مرکز او ولسوالیو کی د پلی کېدونکو پرمختیایی پروژو پرمهال په خپلو کی پوره همږغی ولری.

والی حیات الله حیات د یکشنبې په ورځ په ولایت مقام کی د ( پی ډی سی ) یا ولایتی پرمختیایی شورا په غونډه کی دغه څرګندونی وکړې.

کندهار والی وویل، چی ډیری مهال په مرکز او ولسوالیو کی د ځینو موسیساتو له لوری داسی پروژې عملی کیږی، چی له ولایت مقام سره همږغی سوی نه وی، چی دده په وینا بیا پکښی ستونزی پیداسوی او چندان اغېزمنی هم نه وی.

کندهار والی وویل، چی له ولایتی ادارې سره د پروژو همږغی ددې لپاره مهمه ده، چی پروژې په پوره شفافیت او اغېزمن ډول پلی سی.

کندهار والی دغه راز وویل، چی له مرکز کابل څخه د غیری مشورته بودېجې د انتقال لپاره باید یوپلاوی وټاکل سی ترڅو بودېجه ژر کندهار ولایت ته انتقال کړی.

کندهار والی ددې ترڅنګ وویل، چی په ښار او ولسوالیو کی دهغو پروژو کارونه هم باید چټک سی، چی اوس مهال یې د نامعلومو دلیلونو له مخی کارونه له ځنډ سره مخ دی.

ښاغلی حیات وویل، چی دولت باید د خپلو فعالیتونو په اړه ولس ته معلومات ورکړی.

نوموړی دغه راز په پی ډی سی غونډه کی د پروژو د ښه عملی کېدو لپاره پر هغه د اړونده ادارو له لوری د جدی څار غوښتنه هم وکړه.

په پی ډی سی یا ولایتی پرمختیایی غونډه کی د ځینو نورو پروژو په اړه هم خبری وسوې او په اړه یې لازمی پریکړی وسوې.

په غونډه کی د کندهار ښاروال،  د عامی روغتیا، فواید عامې، زراعت، اقتصاد، پوهنی او ځینو نورو سکتوری ادارو رئیسان هم د خپلو فعالیتونو په اړه راپورونه د غونډی له ګډونوالو سره شریک کړل.

خبریال: رحیم الله رحیمی

x

دا هم وګورئ

دکندهاروالی په مشرۍ جوړه سوې امنیتی ناسته کی د ولسوالیوپر امنیت او دحجاجوپرانتقال خبری وسوې

د چهارشنبې په ورځ د امنیتی مجلس اوونیزه غونډه، چی د کندهاروالی حیات الله حیات ...