کندهاروالی:دځوانانو مشورتی بورډ دی له ولایتی ادارې سره دستونزو په رابرسېره کولو کی مرسته وکړی

د چهارشنبې په ورځ په ولایت مقام کی دکندهاروالی حیات الله حیات په مشری د ځوانانو مشورتی بورډ لومړۍ غونډه پرداسی مهال جوړ سوه، چی د ولایت مقام د بشری سرچینو او ادارې و مالی رئیس هم حاضر وه.

په غونډه کی ځوانانو پر یوشمېر ستونزو او حل لارو له کندهار والی سره خبری وکړې او په دې وروستیو کی یې د اصلاحاتو را وستلو په موخه په دولتی ادارو کی د ځوانانو نوی ګمارنی وستایلې.

د ځوانانو د مشورتی بورډ په لومړۍ غونډه کی په پیل کی کندهار والی حیات الله حیات خبری وکړې او پرمهال یې ځوانانو ته زیری ورکړ، چی د کندهار امنیت نسبتاً نورو ولایتونو ته ښه سوی او په دغه برخه کی لا هم نوی پلانونه تر کار لاندی لری.

کندهار والی وویل، د پوهنی په برخه کی یې اصلاحات راوستل له لومړی توبونو څخه دی، چی په دغه برخه کی به په نژدې راتلونکی کی خلک دیو شمېر بدلونونو شاهدان وه اوسی.

 

ده همداراز زیاته کړه، چی د ځوانانو د مشورتی بورډ موخه د ولس خدمت کول او هغوی ته په ګڼو برخو کی اصلاحات رامنځ ته کول دی.

وروسته په وار سره ځوانانو خبری وکړې او له کندهار والی سره یې پر یوشمېر ستونزو او حل لارو باندی په تفصیل سره خبری وکړې.

ځوانانو د ګڼو ستونزو ترڅنګ شکایت وکړ، چی ولس د ښاروالۍ له کارکوونکو څخه تر پوزی سوی او هره ورځ ورڅخه د خټو په بدل کی پیسې اخلی، چی نوموړو د دغه ډول ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

دوی وویل، باران مؤسسه په فساد کی غرقه ده او د ځوانانو سره ډېری داسی کړنی کوی چی هیڅ ورته د منلو وړ نه دی، دوی په دغه برخه کی د پوره څارنی غوښتنه وکړه.

د مشورتی بورډ غړو له کندهار والی څخه مننه وکړه، چی ناامنه ولسوالۍ یې د امنیتی ځواکونو په مټ ان کړی، هلته تللی، له ولسونو سره یې لیدلی او هڅه کوی، چی لاری یې ښه په امن کی وساتی.

د نوموړو په خبره، د خپلواکۍ د ورځی په مناسبت یې هم په ښار او ولسوالیو کی ځانګړی پروګرامونه تر لاس لاندی دی او هڅه کوی، چی دا ورځ په ښه او شانداره مراسمو سره ولمانځی.

ځوانانو له کندهار والی څخه وغوښته، چی لا هم په ادارو کی د ځوانانو وګمارنی ته پاملرنه وکړی او دغه پروسه د اصلاحاتو په موخه نوره هم چټکه کړی.

پرهمدې مهال کندهار والی حیات الله حیات وویل، د ښاوالۍ ریاست سره په ګډه کار کوی، څو داسی حل لاره ولټوی، چی نور هیڅ څوک د عام ولس څخه د خټو پرمهال پیسې وا نخلی.

د ده په خبره، د خپلواکۍ ورځ د ټول افغانستان څخه بېله او په خورا جم وجوش سره لمانځل کېږی، چی بېلابېل پروګرامونه تر کار لاندی لری.

کندهار والی زیاته کړه، چی د ځوانانو د مشورتی بورډ مسؤلیت مشوره کول دی او دا بورډ به په راتلونکی کی د ښه اصلاحاتو او ستونزو رابرسېره کولو په موخه پر تخصوصی کمېټو ووېشل سی.

ښاغلی حیات په کندهار کی د کندهاریانو پر ګمارنه، د فساد په لمنځه وړلو، اصلاحاتو راوستلو او پرمختیایی کارونو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ او په دغه برخه کی د خلکو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ده په ورستیو کی له ځوانانو وغوښته، چی د کندهار اړوند ستونزی او حل لاری په خلص شکل ولیکی او ولایت مقام ته یې وسپاری، څو د جمهور رئیس محمد اشرف غنی د راتګ سره سم ولسمشر ته بیان کړل سی.

خبریال: روزالدین ایازی

x

دا هم وګورئ

دکندهاروالی په مشرۍ جوړه سوې امنیتی ناسته کی د ولسوالیوپر امنیت او دحجاجوپرانتقال خبری وسوې

د چهارشنبې په ورځ د امنیتی مجلس اوونیزه غونډه، چی د کندهاروالی حیات الله حیات ...