کندهاروالی:جمهور رئیس محمد اشرف غنی دکندهارلپاره د یوشمېر نورو بڼسټیزو پروژو دعملی کېدو ژمنه کړې

کندهاروالی حیات الله حیات د اداری مجلس په نوبتی غونډه کی کندهار ته د جمهور رئیس سفر د لاسته راوړونو ډک وباله او زیاته ئې کړه، چی جمهور رئیس په کندهار کی د یو شمېر نورو بڼسټیزو پروژو د عملی کېدو ژمنه کړې ده.

د اداری مجلس په غونډه کی د جمهوری ریاست د زېربنایی چارو د تصدۍ د روانو پروژو د کار په هکله هم معلومات وړاندی سول او د کندهار والی له لوری ورته د کارونو د چټکوالی هدایت وسو.

د اداری مجلس په پیل کی کندهار والی حیات الله حیات د کندهار پوهنتون، د افغانستان د زراعتی علومو او ټکنالوجۍ ملی پوهنتون، د احمدشاه بابا نړیوال هوایی ډګر او د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لپاره نوی ټاکل رئیسان د غونډی برخوالو ته معرفی کړل او په کارونو کی ئې ورته د بریالیتوب هیله وکړل.

هغه دغه راز کندهار ته د جمهور رئیس سفر د لاسته راوړونو ډک وباله او وې وویل، چی جمهور رئیس په خپل سفر کی ژمنه کړې، چی په کندهار کی به د افغانستان په کچه لویه دینی مدرسه، په سپین بولدک ولسوالۍ کی د رهایشی او ښار کی د نوی صنعتی ښارګوټی د جوړېدو ژمنه کړې او ولایتی ادارې ته ئې په دې اړه هدایت کړی، چی ژر تر ژره د دې پروژو لپاره مځکی اختصاص کړی.

وروسته په غونډه کی د جمهوری ریاست د زېربنایی چارو د تصدۍ امر انجنېر عصمت الله د خپلو روانو پروژو د کار په هکله معلومات وړاندی کړل.

هغه وویل د جمهوری ریاست د زېربنایی چارو د ادارې له لوری په کندهار کی اووه پروژې تر کار لاندی دی، چی له جملې ئې دوې د ناروغانو د پایوازانو انتظارګاوی په میرویس روغتون او دوې د عینومینی په ۳۵۰ بستریز روغتون کی، دوې شپږ منزله د کندهار پوهنتون لیلې، یو لوی جامع جومات، یو جمنازیم، او یو هم ټولنیز صالون جوړیږی.

هغه وویل د یو شمېر پروژو کارونه بشپړېدو ته نږدې سوی او پر پاته نورو کار روان دی، چی په دې لړ کی ئې په زرګونه کسانو ته د کار زمېنه هم برابره کړې ده.

کندهار والی حیات الله حیات روانی پروژې د کندهار لپاره اړینی وبللې او ټېنګار ئې وکړ، چی دغه پروژې باید د قرار داد مطابق په ښه کیفیت بشپړی سی.

مرستیال والی عبدالحنان منیب بیا له مرکزی ادارې څخه د دې پروژو د تجهیزاتو د تعقیب هدایت وکړ او وېل ، چی دغه پروژې باید د تجهیزاتو سره سم ګټی اخیستنی ته وسپارل سی.

په غونده کی دغه راز له کندهار د جنوب لوېدیځی حوزې د حجاج د انتقال پر پروسې هم بحث وسو.

د کندهار ارشاد حج او اوقافو رئیس قاضی محمد عمر وویل دوئ سره له اوسه د حجاجو د انتقال پر تیاریو بوخت دی او کوښښ کوی، چی د تېر په شان حجاجو ته لازمی اسانتیاوی رامنځ ته کړی.

هغه له اړوند ادارو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.کندهار والی حیات الله حیات د ارشاد حج او اوقافو رئیس او اړوند مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چی د حجاجو د انتقال پروسه په پوره همږغی په ښه ډول مخ ته یوسی؛ په حاجی کېمپ او احمدشاه بابا نړیوال هوایی ډګر کی ورته ټولی لازمی اسانتیاوی برابری کړی.

د کندهار ولایتی شورا رئیس حاجی سیدجان خاکریزوال په ښار کی د نیالانو پر وچېدو اندېښنه وښوول او وې ویل، چی هر کال د نیالانو پر رانیولو او ایښوولو زیاتی پیسې مصرفیږی خو د اوبو د نه ورکړی له امله بیرته وچیږی.

هغه له ولایتی ادارې وغوښتل، چی دې موضوع ته جدی پاملرنه وکړی.

د اداری مجلس په غونډی پر یوشمېر نورو موضوعاتو هم بحث وسو او په اړه ئې لازمی پریکړی وسوې.

خبریال: ولی محمد انوری

12 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکی دخپلواکۍ سلمه کلیزه په یولړپوځی مراسمو سره ولمانځل سوه

د دوه سوه پنځم اتل قول اردو په انګړکی د هیواد دخپلواکۍ د سلمی کلیزی ...