ډونالد ټرمپ: ایران له اور سره لوبې کوی

وروسته له دې چې تهران د ۲۰۱۵ کال د اټمی موافقې پربنسټ له ټاکل شوې اندازې د زیاتو یورانیمو د غنی کولو اعلان وکړ، ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې ایران له اور سره لوبې کوی.

ټرمپ تېره شپه په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایران ته څه پیغام لری، وویل چې ایران په دې پوهېږی چې څه کوی او زیاته یې کړه چې دا هېواد له اور سره لوبې کوی.

د ملګرو ملتونو د اټمی انرژۍ ادارې IAEA پرون د تهران هغه ادعا تأیید کړه چې وایی، په ټیټه کچه د غنی شویو یورانیمو اندازه یې د ۲۰۱۵ کال د موافقې پربنسټ له ټاکل شوی حده اوښتې.

امریکا په ۲۰۱۸ کال د ایران له اټمی موافقې ووتله او د دې هېواد د تېلو پر صادراتو او نورو برخو یې بندیزونه بیا ولګول.

ایران په ځواب کې د مې په اتمه اعلان وکړ چې نور نو دې موافقې ته ځان ژمن نه بولی او د غنی شویو یورانیمو او درنو اوبو پر زېرمو د لګول شوی محدودیت پروا نه ساتی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون دوشنبه پر تهران غږ وکړ چې د یورانیمو غنی کول بند کړی او ویې ویل چې د هېڅ راز اټمی موافقې له مخې هم باید ایران ته قطعاً د یورانیمو د غنی کولو اجازه ورنه کړل شی.

x

دا هم وګورئ

د سعودی پادشا د امریکایی ځواکونو د ورتګ هرکلی کړی دی

د سعودی له خوا د امریکایی ځواکونو د ورتګ هرکلی او موافقه داسې مهال شوې ...