په کندهارکی د ګډوالو نړیواله ورځ ولمانځل سول

په دې اړه غونډه د دوشنبې په ورځ دکندهار دبشری حقونو په خپلواک کمیسیون کی جوړه سوې وه، چی پکښی په ټولنیزو چارو کی دولایت مقام مرستیال حاجی اغالالی دستګیری، دګډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو او زراعت رییسانو، په کندهار کی د یو، این، ایچ، سی، ار استازو، دکډوالو استازو، مدنی فعالانو، ځوانانو او ګڼ شمیر ښځو ګډون کړی ؤ.

د کډوالو نړیواله ورځ هر کال د جون میاشتی پر شلمه په ټوله نړۍ کی د کډوالو د ستونزو دحل په موخه لمانځل کیږی.

دغه ورځ نن دلته په کندهار کی هم دملګرو ملتونو دکډوالو د ادارې او د کندهار دکډوالو ریاست له لوری په ګډه ولمانځل سوه.

غونډی ته په وینا کی د ولایت مقام دټولنیزو چارو مرستیال حاجی اغالالی دستګیری وویل، چی په هیواد کی روانو جنګ جګړو، بیکارۍ او غربت خلک مهاجرت ته اړ کړی دی.

نوموړی له کډوالو سوو افغانانو غوښتنه وکړه، چی بیرته خپل هیواد ته راستانه سی او دخپلو خلکو لپاره خدمت وکړی.

ښاغلی دستګیری وویل، په ټوله کی مرکزی حکومت او دلته په کندهار کی ولایتی اداره دګدوالو او بیرته راستنېدونکو سره مرستی ته ژمنه ده.

دکندهار دکډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو رییس دوست محمد نایاب بیا وویل, چی ریاست یې له ولایت مقام سره په همږغۍ له ډیرو کډوالو او بیرته راستنېدونکو سره بیلابیلی مرستی کړی دی او په دې برخه کی دنورو مرستو ډاډ هم ورکړ.

په کندهار کی د یو، این، ایچ، سی، ار یا دملګروملتونو دګډوالو د ادارې استازی میرمن حنا په افغانستان او بهرنیو هیوادنو کی دافغان مهاجرو حالت د اندېښنې وړوباله.

دې ژمنه وکړه، چی په کندهار کی به له داخلی او بیرته راستنیدونکو کډوالو سره مرستی جاری وساتی.

د کډوالو په استازیتوب هم دوو کسانو خبری وکړې او دافغان حکومت او نړیوالو ادارو څخه یې د کډوالو لپاره دزیاتی پاملرنی غوښتنه وکړه.

په کندهار کی دکډوالو نړیواله ورځ په داسی حال کی لمانځل کیږی چی اوس هم په میلیونه افغانان په ګاونډیو او نورو نړیوالو هیوادونو کی دمهاجرت ژوند کوی.

خپله افغان حکومت په څوځلی له ګاونډیو او نړیوالو هیوادونو غوښتنه کړې، چی له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړی.

خبریال: رحیم الله رحیمی

 

x

دا هم وګورئ

دکندهار امنیه قومندان وایی وسله وال ترهګر د ولس په وینه تویولو سره ګټه اخلی

نوموړی دکندهار پر امنیه قوماندانۍ تر پرونی برید وروسته دغه خبری وکړې؛ هغه چی د ...