پر عربستان د حوثیانو برید کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د سعودی په مشرۍ د ټلوالې ځواکونو اعلان کړی چې د ابها پر هوایی ډګر د حوثیانو برید کې یو کس وژل شوی او ۷ نور ټپیان دی.

د ایتلاف ځواکونو د ویاند له قوله د سعودی الانباء خبری اژانس ویلی، دا پېښه تېره شپه شوې ده.

د حوثیانو اړوند المسیره خبری اژانس هم وړاندې ویلی و چې د حوثیانو اړوند بې پیلوټه الوتکې د سعودی په سویل کې د ابها او جازان هوایی ډګرونه په نښه کړی دی.

پر حوثی یاغیانو تور دی چې د ایران په ملاتړ د سعودی عربستان په مشرۍ ایتلاف سره جګړه کوی او امریکا هم تور پورې کوی چې ایران دغه یاغیانو ته سپکې او درنې وسلې ورکوی.

81 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکندهاروالي په مشرۍ دمعارف شورا لومړنۍ ناسته ترسره سوه

نن سې شنبه تر غرمې وروسته ولایت مقام کي د کندهار والي حیات‌الله حیات په ...