پاکستان د مریم نواز د خبری کانفرنس په خپرولو رسنیو ته خبرداری ورکړی

د پاکستان د رسنیو د څار ادارې (پیمرا) هغه ټلویژنونو ته د مریم نواز یوې خبرې غونډې ته د وینا د خپرولو له کبله سپیناوې غوښتې دی چې پکې هغې د ادارو ضد ځینې ادعاگانې کړیدی،

د پخوانی صدراعظم نوازشریف لور مریم نواز چې دا وخت د مسلم لیگ سیاسی گوند مرکزی مشره ده، په یو خبری غونډې کې ویلی دی چې هغه قاضی چې نوازشریف ته یې د اوو کلونو د بند سزا ورکړیده هغه یې یو ملگری ته ویلی چې د فشار د لاندې یې دغه پریکړه کړی وه.

مریم نواز په خبری غونډې کې خبریالانو ته د قاضی ارشد ملک اډیویی ټیپ ورکړ چې په هغې کې قاضی وایی د نوازشریف خلاف د اداری فساد شواهد نه و موجود خو په هغه سخت فشار و چې نوازشریف زندان ته ولیږی.

د یادونې وړ ده چې د مریم نواز د دغو تورونو نه وروسته قاضی ارشد ملک هم په مسلم لیگ نون تورونه لگولی دی چې د نوازشریف په قضیه کې یې ورته د رشوت ورکولو کوښښونه کړی و.

د پاکستان پخوانی صدراعظم چې دری ځله یې په پاکستان حکومت کړیدی، دا اوس د اداری فساد او د پیسو د قاچاق په جرمونو په زندان کې دی او د اوو کلونو د بند سزا تیروی.

60 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکندهاروالي په مشرۍ دمعارف شورا لومړنۍ ناسته ترسره سوه

نن سې شنبه تر غرمې وروسته ولایت مقام کي د کندهار والي حیات‌الله حیات په ...