ټرمپ: له ایران سره جګړه به دومره ورانی وکړی چی چا به لیدلی نه وی

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر‌ ډونالد ټرمپ وایی، له ایران سره جګړه نه غواړی، خو که جګړه وشی، ورانۍ به یې دومره زیاتې وی چې تر اوسه به چا نه وی لیدلی.

ټرمپ دغه څرګندونې له امریکایی ان بی سی ټلویزیون سره په مرکه کې چې پرون یکشنبه خپره شوه، وکړې.

ټرمپ وویل، لېوال دی چې له ایرانی چارواکو سره د اټمی تړون پر سر خبرو ته کېنی، که دوی دا وغواړی او که یې نه غواړی، نو به د یوې اوږدې مودې لپاره په ناوړه اقتصادی وضعیت کې ژوند کوی.

ټرمپ وویل، ایران به یې ډېر ښه دوست شی او بېرته به پر یوه لوی هېواد بدل شی، که د اټمی وسلو له تولیده لاس واخلی.

د هغه د ملی امنیت سلاکار جان بولټن بیا ایران ته خبرداری ورکړ چې که امریکا د احتیاط او مصلحت له مخې پرې له حملې کولو ډډه کړې، دا دې د امریکا کمزوری نه ګڼی او تېروتنه دې نه کوی.

87 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکندهاروالي په مشرۍ دمعارف شورا لومړنۍ ناسته ترسره سوه

نن سې شنبه تر غرمې وروسته ولایت مقام کي د کندهار والي حیات‌الله حیات په ...