ټرمپ: ایران اوس په یوه اقتصادی ګډوډۍ کې دی، سم دم له دوزخه تیرېږی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د برید د امر د بېرته اخېستو تر اعلان یوه ورځ وروسته بیا ګواښ وکړ چې په دغه هېواد نور اقتصادی بندیزونه لګوی.

هغه وویل، ایران اټمی وسلو ته نه پریږدی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره غږېده.

نوموړی وویل:”ایران اوس په یوه اقتصادی ګډوډۍ کې دی. سم دم له دوزخه تیرېږی. بندیزونو سخت وهلی دی. نور بندیزونه به هم پرې ولګول شی. ډېر زیات. دومره زیات چې باور یې هم نه شئ کولای، خو دا یوه ګډوډی ده. هر څه چې زه غواړم هغه د «ایران له‌خوا» اټمی وسلو نه درلودل دی.”

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل، د ایران د دې کار په ځواب کې یې پر ایرانی اهدافو د برید امر کړی و، خو له ده چې ورته وویل شول په برید کې به یو نیم سل کسان مری بېرته یې خپل امر واخېست.د جون په شلمه پنجشنبه ایران اعلان وکړ چې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه یې په خپل هوایی حریم کې نسکوره کړې ده.

x

دا هم وګورئ

محب:که سوله د نظام ړنګولو پروژه وی په وړاندې به یې ودریږو

د افغانستان د ملی امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، یو ځل بیا د افغان سولې ...