ولایت مقام  دښځو دحقونو دخوندیتوب په موخه د ښځو مشورتی بورډ جوړ کړ

په دې اړه دچهار شنبې په ورځ په ولایت مقام کی ګڼې مېرنی د ښځو د مشورتی بورډ د جوړېدو په موخه رابلل سوی وې او پرمهال یې د یاد بورډ د جوړېدو، راتلونکی فعالیتونو او اوږد مهال پلانونو په اړه بحث وکړ .

کندهار والی حیات الله حیات  وویل ولایتی اداره دنورو بیلابیلو برخو ترڅنګ غواړی دښځو حقونو دخوندیتوب اواقتصادی ودې لپاره په رضاکاره ډول دښځو دغه مشورتی بورډ جوړ کړی او ددغه بورډ  لطریقه ښځو ته  کاری فرصتونه برابرکړی

دغه غونډه، چی د کندهار والی حیات الله حیات په مشرۍ جوړه سوې وه پرمهال یې د ښځو چارو رئیسې رقیې اڅګزۍ ښځینه مدنی فعالانی او ګڼې نوری مېرمنی په دې موخه رابلل سوی وې څو د کندهار ولایت په سطحه د ښځو د مشورتی بورډ د جوړیدو لپاره خپل وړاندیزونه اونظریات ولایت مقام ته و ړاندی کړی.

غونډی ته کندهار والی حیات الله حیات وویل ولایتی اداره هڅه کوی ترڅو د ښځو لپاره په تدریجی ډول د خدماتو وړاندی کولو اسانتیاوی برابری کړی.

په وینا یې چې د ښځو د مشورتی بورډ د جوړیدو څخه یې هدف په هره برخه کې د ښځو دستونزو څیړل، تحلیل او په لنډ او اوږد مهال کې ورته حل لاری پیدا کول دی.

کندهار والی زیاته کړه د دې مشورتی بورډ تر جوړیدو وروسته به په دې توانیدلی یو، چی په دولتی ادارو کې ښځمنو ته د کاری زمینې د پیدا کولو ترڅنګ په عادی ژوند کې د اړمنو ښځو لپاره د کوچنیو متوسطو او لویو پانګونو له لاری اقتصادی منابع پیدا کړو.

د راغلو ښځمنو په استازیتوب د ښځو چارو رئیسې رقیې اڅګزۍ ، مدنی فعالې ډاکټری فهیمی رحمتی او یوشمیر نورو فعالو ښځو د کندهار والی دیاد اقدام ستاینه وکړه .

دهغوئ په وینا په کندهار کی دښځو دستونزو د حل او اقتصادی منابعو د پیدا کولو لپاره دښځو مشورتی بورډ جوړیدل دولایتی ادارې لخوا یو بې ساری اقدام دی.

دوئ په خپلو خبرو کی کندهار والی ته ډاډ ورکړ، چی  دمنظم مدنی نظارت په برخو کی به د ولایت مقام سره په رضاکاره ډول همکاری کوی ، ترڅو دولایتی ادارې په مرسته په دې و توانیږو، چې د ښځو په وړاندی دتاوریخوالی دمخنیوی، په دولتی ادارو کې دکارکولو په موخه د ښځو تشویقول او د ښځو د لاسی صنایعو دبازار پیداکولو په برخه کی مو د کندهار یو میرمنو ته هر ډول اسانتیاوی برابری کړی وی.

وروسته دټولو شځینو لخوا ددغه بورډ دجوړیدو لپاره نوم لکینه ترسره سوه او په رضاکاره توګه یی ددغه بورډ غریټوب ترلاسه کړ او پریکړه وسوه چی په نزدو راتلونکی کی به ددغه بورډ دمشرۍ، مرستیاأۍ اومنشی توب لپاره وړ ښځی ټاکی څو ددوامداره غونډو دتنظیم لپاره اسانتیاوی رامنځ ته کړی

پاته دی نه وی ولایت مقام څه موده مخکی دکندهاری ځوانانو اومدنی فعالانو څخه هم دې ته ورته مشورتی بورډ جوړ کړ څو ولایتی اداره پروخت دخپلو  کندهاری ځوانانو مشورې اوغوښتنی  واوری او دحل په موخه یې اقدام وکړی.

خبریال: سید ستارمهتابی

x

دا هم وګورئ

دکندهاروالی په مشرۍ جوړه سوې امنیتی ناسته کی د ولسوالیوپر امنیت او دحجاجوپرانتقال خبری وسوې

د چهارشنبې په ورځ د امنیتی مجلس اوونیزه غونډه، چی د کندهاروالی حیات الله حیات ...