ولایتی اداره هڅه کوی لېرو پرتو ولسوالیو کی بندی ښوونځۍ د زده کوونکو پرمخ خلاصی کړی

دغه اودې ورته نوری څرګندونی کندهار والی حیات الله حیات د (N.R.C) مؤسسې د تعلیمی برخی له استازی سره په لیدنه کی وکړی

په لیدنه کی د N.R.C موسسې استازی وویل اداره یې دپوهنی په برخه کی مرستی ترسره کوی څو افغان ماشومانو ته د زده کړو زمېنه برابره سوی وی

د چهارشنبې په ورځ کندهاروالی حیات الله حیات د ( N.R.C ) موسسی د تعلیمی برخی له استازی (Tom Ogwal) سره په خپل کاری دفتر کی وکتل، چی پرمهال یې د پوهنی رئیس عبدالقادر پیوستون هم حضور درلود.

په لیدنه کی د یادی ادارې د تعلیمی برخی استازی او کندهاروالی حیات الله حیات د پوهنی د لا پیاوړتیا اړوند هر اړخیزه بحثونه وکړه.

ښاغلی (Tom Ogwal) په خپلو خبرو کی د یو شمېر مرستو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چی اداره یې د یو شمېر برخو ترڅنګ د پوهنی په برخه کی هم مرستی ترسره کړی او غواړی په دغه برخه کی نوری مرستی هم ترسره کړی، څو افغان ماشومانو ته یې د زده کړو په برخه کی د ارام چاپیریال زمېنه برابره کړی وی.

نوموړی وویل، پلان لری چی ژړی، پنجوایې او ارغنداب ولسوالیو کی یو شمېر مکاتب بیا ځلی ترمیم کړی هغه په دغه برخه کی د کندهاروالی څخه د همکاریو غوښتنه هم وکړه.

په وار سره کندهاروالی حیات الله حیات د ( N.R.C ) مؤسسې له مسؤلینو او استازو څخه مننه وکړه، چی د ښار ترڅنګ یې د ولسوالیو اوسېدونکو ته هم مرستی رسولی، نوموړی له خپله اړخه د پوره همکاریو ډاډ هم ورکړ.

کندهار والی وویل ولایتی اداره پوره هڅه کوی، څو په لېرو پرتو ولسوالیو کی بندی ښوونځۍ د زده کوونکو پرمخ خلاصی کړی، چی په دغه برخه کی یې د ځایی اوسېدونکو او مشرانو رول اړین او مهم وباله او د هغوئ څخه یې غوښتنه وکړه، چی د خپل احساس له مخی د دولت سره همکاره سی څو د خپلو ماشومانو راتلونکی مو روښانه سوی وی

کندهار والی وویل  د هیواد پرمختګ په تعلیم کی دی او په دغه برخه کی هڅه کول ولسونو ته د روښانه راتلونکی زېری ورکوی

60 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکندهاروالي په مشرۍ دمعارف شورا لومړنۍ ناسته ترسره سوه

نن سې شنبه تر غرمې وروسته ولایت مقام کي د کندهار والي حیات‌الله حیات په ...