وسله وال مخالفین د جګړې په ډګرکی له ماتی سره مخ دی

یادی څرګندونی نظامی مسؤلینو په هغه غونډه کی وکړې، چی د کندهار د امنیتی وضعیت د ارزونی په موخه جوړه سوې وه.

د امنیتی مجلس غونډه د کندهاروالی حیات الله حیات په مشرۍ جوړه سوې وه، چی تر څنګ یې د قول اردو قومندان، د ملی امنیت رئیس، د امنیه قومندانۍ د امنیت امر، د قاطع ملاتړ ماموریت د ځمکنی او هوائی برخی مشاورینو او نورو نظامی مسؤلینو برخه اخیستی وه.

په امنیتی غونډه کی نظامی مسؤلینو وویل، چی د جګړې په ډګر کی وسلوال مخالفین د ماتی سره مخ دی او پر مهال یې د کندهار د ټولو ولسوالیو، سرحدونو او ښار په سطحه د امنیتی وضعیت د ارزونی په موخه معلومات شریک او د لازمو تدابیرو اماده ګی وښودل سوه.

په غونډه کی کندهار والی حیات الله حیات وویل، چی په کندهار کی د امنیتی مسؤلینو سالمه همږغۍ ددې سبب سوې تر څو دښمن په ښار او ولسوالیو کی وځپل سی.

کندهار والی زیاته کړه په دې وروستیو کی په خاکریز، شاولکیوټ، میوند او معروف ولسوالیو کی د دښمن د ځپلو په موخه امنیتی پلانونه د تطبیق په حال کی دی او ولایتی اداره هڅه کوی، چی خلکو ته د هوسا او ارام ژوند زمینه برابره کړی.

ښاغلی حیات وویل، چی په وروستیو میاشتو کی امنیتی او کشفی ادارو د خپلو افراطیفی معلوماتو له مخی په لسهاو مخالفین پیښی ته تر رسیدو مخکی نیولی او لا هم دا هڅی روانی دی، تر څو عام ولس ته د هوسا ژوند زمینه برابره او د ورانکاره فعالیتونو مخه نیول سوې وی.

د غونډی په وروستیو کی د امنیتی مسؤلینو تر منځ د ښې همکارۍ او بشپړی همږغۍ پر رامنځته کیدو تینګار وسو، ترڅو امنیتی پېښی تر رامنځته کېدو مخکی خنثی سوی وی.

x

دا هم وګورئ

دکندهاروالی په مشرۍ جوړه سوې امنیتی ناسته کی د ولسوالیوپر امنیت او دحجاجوپرانتقال خبری وسوې

د چهارشنبې په ورځ د امنیتی مجلس اوونیزه غونډه، چی د کندهاروالی حیات الله حیات ...