وسله والو طالبانو ته د ملاهیبت الله خبرداری

د وسله والو طالبانو مشر خپلو وسله والو ته امر کړی،چی د خلګو له کورونو د سنګر په توګه ګټه وانخلی

په هغه لیک کی،چی د وسله والو طالبانو مشر ملاهیبت الله اخند خپلو وسله والو ته لیږلی ،رسنیو ته هم په لاس ورغلی.

په دغه لیک کی د طالبانو مشر خپلو وسله والو ته جدی امر کړی،چی  د مخامخ جګړې پر مهال د خلګو له کورونو د  استفادې  د نه کولو ترڅنګ دی له خلګو په زورر ذکات او عشر نه غواړی  او هم دی له خپلو لیکو کم عمر لرونکی هلکان لیری.

د وسله والو طالبانو د مشر په وینا د خلګو لخوا ورته زیات شکایتونه سوی،چی وسله ال طالبان د مخامخ جګړې پر مهال د ملکی وګړو له کورونو د سنګر په توګه ګټه اخلی،چی  وروسته د کورنیو او بهرنیو عسکرو په برید کی ملکی کسانو ته مرګ ژوبله اوړی.

د ده په خبره  تر دې وروسته وسله وال مجاهدین اجازه نه لری،چی د خلګو له کورونو د سنګر په توګه استفاده وکړی او یا هم له خلګو په زور ذکات او عشر راټول کړی.

هغه وایی د مالیې ،زکات او عشر راټول  یوازی د اقتصادی کمیسیون کار دئ،چی  باید د خلګو په خوښه یې راټول او بیا یې د حیف او میل کېدو پر ځای په عامو مصالحو کی مصرف کړی.

په لیک کی ویل سوی،چی ډېری وخت د وسله والو طالبانو په لیکو کی کم عمر لرونکی هلکان هم لیدل کیږی،چی دې کار د اسلامی امارت نوم ته سخت زیان رسولی دئ.

په لیک کی د وسله والو طالبانو له نظامی او ملکی مسؤلینو په جدی توګه غوښتل سوی،چی له خپلو صففو کوچنیان وباسی،تر څو په دې اړوند پر اسلامی امارت د وارید سوو انتقادونو د زیاتوالی مخنیوی وسی.

باید وویل سی،چی تر دې وړاندی د بشر حقونو د څار بنسټونو هم پر وسله والو طالبانو نیوکی کړی،چی د ملکی وګړو ژوند ته پام نه کوی.

هغوی په وار وار له وسله والو طالبانو غوښتی،چی د ملکی مرګ ژوبلی د مخنیوی ترڅنګ دی له خلګو په زور او ظلم پیسې او خوراکی توکی نه اخلی.

 

x

دا هم وګورئ

دکندهار امنیه قومندان وایی وسله وال ترهګر د ولس په وینه تویولو سره ګټه اخلی

نوموړی دکندهار پر امنیه قوماندانۍ تر پرونی برید وروسته دغه خبری وکړې؛ هغه چی د ...