طالبان د بیان ازادی ږغ چوپ کوی / ندیم خپلواک

طالبانو په یوه تازه اعلامیه کې رسنۍ ګواښلی او د بریدونو خبرداری یې ورکړی دی، دا کومه نوې خبره نه ده، طالبانو تر دې وړاندې پهم یو شمېر رسنۍ ګواښلی او د یو شمېر نورو باندې یې بریدونه هم کړی دی.
خو دا ځل اعلامیه کې رسنۍ په ډله ییزه توګه ګواښل شوی دی، د رسنیو ګواښل د طالبانو نوې خبره نه ده، هره رسنۍ او هر خبریال باندې چې د طالب زور ورسیږی، برید پرې کوی او له منځه یې وړی.
خو له نیکه مرغه چې افغان کشفی او استخباراتی ارګانونو تل پر رسنیو او خبریالانو د بریدونو مخه نیولې او ترهګرو ته یې اجازه نه ده ورکړې چې په اسانۍ سره هدف ته ورسیږی.
طالبانو له دې اعلامیې سره یو څه باید په یاد ولرئ چې طالبان هیڅکله کومې رسنۍ او یا خبریال ته ګلان غاړه کې نه اچوی، له کلونو راهیسې یې کار کړی چې خبریالانو ته ګواښونه وکړی او په رسنیو بریدونه وکړی، خو افغان ځواکونو دا اجازه نه ده ورکړې چې د رسنیو غږ چوپ شی.
د طالبانو هیڅکله دا نه لوریږی چې د دوی پرضد حقایق راوسپړل شی او خلکو ته د طالب اصلی څېره په ډاګه شی، طالبان له رسنیو غواړی چې د دوی پرضد له خبرونو خپرولو ډډه وکړی، په داسې حال کې چې د افغانستان په قانون کې هیڅوک او هیڅ ډله د رسنیو د سانسور حق نه لری.
رسنۍ ازادی دی او د دې ازادۍ لپاره رسنیو او افغانانو قربانی ورکړې، د بیان ازادی په ډیرو قربانیو ترلاسه شوی او هیڅوک حاضر نه دی چې د بیان دا غږ د طالبانو د ګواښونو پروړاندې چوپ کړی.
د طالبانو د اعلامیې له خپرولو څو ساعته وروسته د رسنیو استازو او د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ بنسټونو غږ وکړ چې دوی به هیڅ کله له حقایقو را و نه ګرځی او نه به په ګواښونو باندې خپل غږ چوپ کړی.
رسنۍ هغه څه نشروی او خپروی چې دوی یې په پلټنو کې پیدا کړی او دا ښکاره ده چې طالبان څوک دی، د کومې موخې لپاره جګړه کوی، د جګړې قربانی څوک دی او د طالبانو له جګړې ګټه څوک وړی.
دا هغه څه دی چې کلونه رسنیو افغانانو ته په ډاګه کړې او له طالبانو د خلکو نفرت زیات شوی دی، کلیو کې اوس د طالبانو ځای نه دی پاتې ټول خلک ترې نفرت لری او اوس طالبان هڅه کوی چې رسنیو باندې فشار راوړی تر څو د دوی پرضد خبرونه خپاره نه شی.
اوس ټولو درک کړې چې طالب د څه لپاره جګړه کوی او موخه یې څه ده، دې برخه کې د رسنیو رول مهم دی او خپل مسوولیت یې په بې طرفه ډول ادا کړی دی.

72 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

طالبانو د ټولګټو پروژو ویجاړول منلي/ نوید احمد څرک

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد یو غږ خپور شوی چې پکې منل شوې ...