د یوې تېل وړونکې بېړۍ نیولو د ایران او بریتانیا تر منځ لانجه جوړه کړې

په جبل الطارق کې د ایران د یوې لویې تېل وړونکې بېړۍ نیول کېدو د ایران او بریتانیا تر منځ لانجه جوړه کړې ده.

د جبل الطارق چارواکی وایی، د هغې لویې تېل وړونکې بېړۍ په اړه یې پلټنې دوام لری چې دوی وړمه ورځ درولې ده.

د ګریس ۱ په نوم د دې لویې بېړۍ اته ویشت سورلۍ چې هندیان، پاکستانیان او اوکراینیان دی، دننه په بېړۍ کې ایسار ساتل شوی.

تر اوسه یې هېڅ یو نه دی نیول شوی.

جبل الطارق د بریتانیا تر حاکمیت لاندې ده او ویلی یې دی چې ګریس ۱ بېړۍ سوریې ته تېل انتقالول.

د جبل الطارق اعلی وزیر فابیان پیکاردو ویلی، دوی ځکه دا بېړۍ نیولې چې د اروپایی ټولنې له بندیزونو یې سرغړونه کړې او سوریې ته یې تېل وړل.

ده وویل: موږ په حقیقت کې دلیل لرو چې ګریس ۱ بېړۍ د سوریې بنیاس چاڼځای ته خام تېل وړل، د تیلو دا چاڼځای د هغه چا دی چې په سوریه کې د اروپایی ټولنې د بندیزونو سره مخ دی.

اروپایی ټولنې له ۲۰۱۱ کال راهیسې سوریې ته د تېلو پر انتقالاتو بندیز لګولی دی.

جبل الطارق د اروپا په جنوب لوېدیځ کې پروت دی چې تنګی یې مدیترانه سمندرګی له اطلس سمندر سره وصلوی او د نړیوالو انتقالاتو یوه مهمه لار بلل کېږی.

ایران په جبل الطارق کې د ګریس ۱ په نوم د خپلې لویې تېل وړونکې بېړۍ د درولو په اړه جدی غبرګون ښودلی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په جبل الطارق کې د ایرانی بېړۍ د درېدو په غبرګون په تهران کې د بریتانیا سفیر ور غوښتی او اعتراض یې ورته کړی.

x

دا هم وګورئ

دکندهار امنیه قومندان وایی وسله وال ترهګر د ولس په وینه تویولو سره ګټه اخلی

نوموړی دکندهار پر امنیه قوماندانۍ تر پرونی برید وروسته دغه خبری وکړې؛ هغه چی د ...