د کندهار ولایت مقام خبرتیا

نن یک شنبه د جمهور رئیس محمد اشرف غنی د حکم د تطبیق په موخه کندهار ته یو پلاوی راغلی، ترڅو د امنیه قومندانۍ په پیښه کی د ژوبل سوو ملکی کسانو او په یاده پیښه کی د ملکی شهیدانو د وارثینو سره نقدی مرسته وکړی.
پرهمدې اساس هغه ټپیان او د شهیدانو وارثین، چی د پلاوی د راتګ څخه مخکی د روغتونو څخه رخصت سوی وه خبر ورکول کیږی، چی سبا د دوشنبې په سهار دی لومړی د عامې روغتیا ریاست ته حاضر سی او د میرویس حوزوی روغتون له لوری د رخصتۍ ورکول سوی کارټ دی تصدیق کړی او بیا دی پر دوې بجې ولایت مقام ته تشریف راوړی، ترڅو د راغلی پلاوی لخوا ورته د جمهور رئیس له لوری مرسته سوی پیسې تسلیم کړل سی.
718 ټول کتل سوی شمېر 10 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د کندهار والی حیات الله حیات د ډاډګیرنی پیغام

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چی د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کی ...