د کندهار د کرنی ریاست ښځمنو ته دزعفرانو پیاز وویشل

ولایتی مسئولین وایی هڅه کوی دزعفرانو دکښت له لاری ښځمنی هم اقتصادی وړتیا پیدا او په کوردننه دنورو بوختیاوو ترڅنګ زعفران هم کښت کړی.

دزعفرانو دپیازو دوېش پرمهال مرستیال والی عبدالحنان منیب درسنیو سره خبرو کی وویل، چی کندهارکی دزعفرانو کښت ښه نتیجه ورکړې او اوس ولایتی اداره هڅه کوی  له دې اړخه ښځمنی هم اقتصادی پیاوړتیا پیداکړی.

ښاغلی منیب وویل، چی دابه دولسوالیو دښځمنو سره مرسته وکړی، ترڅو په اسانۍ سره زیاته ګټه ترلاسه کړی.هغه له اړوند موسسو وغوښتل، ترڅو په دې برخه کی نوری مرستی هم ترسره کړی.

دزراعت او مالدارۍ رئیس سید حفیظ الله سیدی هم دخبرو پرمهال وویل، چی دوی به یادو میرمنو ته دزعفرانو دکښت او پروسس په برخه کی زده کړه هم ورکړی ترڅو دزعفرانو دکښت، راټولولو او پروسس ترڅنګ دترویج په برخه کی هم په کوردننه ظرفیت پیدا  او حاصلات زیات سی.

دیادونی وړده، چی تردې وړاندی دکرهڼی او مالدارۍ ریاست دښځمنو داقتصادی پیاوړتیا له پاره په کورکی دګرین هوزونو ترڅنګ دچرګانو دپارمونو زمینه هم برابره کړې او په دې برخه کی یې دظرفیت لوړونی په موخه زده کړی هم  ورکړی دی.

خبریال: نثاراحمد احمدی

72 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکندهاروالي په مشرۍ دمعارف شورا لومړنۍ ناسته ترسره سوه

نن سې شنبه تر غرمې وروسته ولایت مقام کي د کندهار والي حیات‌الله حیات په ...